دهیواد په ختیځ کې د زعفرانو صنعت د رواجولو لپاره هلې ځلې

گزارشگر:سه شنبه 30 سنبله 1395 - ۲۹ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3باختر- دهیواد په ختیځ کې د زعفرانو صنعت د رواجولو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دی.
دکرنې او اوبو لګولو وزارت مسوولین هلې ځلې کوی دبزګرانو په روزنې او د زعفرانو داصلاح شویو پیازو په ویشلو سره دهیواد په ختیځو ولایتونو کې د زعفرانو کرکیله زیاته کړی په یوه نوی اقدام کې نن په ننګرهار ولایت کې په سلګونو بزګرانو د زعفرانو پیاز او نور کرنیز انډی وویشل شول.
دننګرهار ولایت دکرنې او اوبو لګولو رییس رفیع الله رحیمزی باختر آژانس ته وویل: په دې دوره کې په سلګونو تنو بزګرانو د زعفرانو څه ناڅه پنځه زره کیلوګرامه پیاز او دکرنې وسایل وویشل شول.
هغه بزګران چې دغه مرستې ترلاسه کړی دی دهسکې مینې ،کوزکونړ سره رود او دپچیر او اګام په ولسوالیو کې په کرنې بوخت دی .
دوى دننګرهار ولایت دکرنې او اوبو لګولو ریاست دمسوولینو مرستې او د زعفرانو ښې بیې ته په پاملرنې سره وایی له دې وروسته به د زعفرانو دکرکیلى په سمون سره ښې پیسې ترلاسه کړی.
دننګرهار ولایت دکرنې او اوبو لګولو رییس په دغه ختیځ ولایت کې د زعفرانو دکرکیلى ښو شرایطو ته په اشارې سره وایی ډیر ژر به ددغه بوټی کار و بار سمون ومومی .
ده وویل: هلې ځلې کوی چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت دمسوولینو په مرسته دهیواد په ختیځ کې د زعفرانو کرکیلى ته پراختیا ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.