د برېښنا د تولید ۴ پروژې خصوصی سکتور ته ورکړل شوی

گزارشگر:سه شنبه 13 میزان 1395 - ۱۲ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وایی، د برېښنا د تولید څلور مهمې پروژې، خصوصی سکتور ته ورکړل شوی دی.
دا وزارت وایی؛ د کجکی، دوهم سروبی، بلخ او د شبرغان د برېښنا د تولیدولو د بندونو څلور تړونونه د برېښنا د خدمتونو تنظیم د قانون له مخې او تر یوې شفافې تدارکاتی پروسې وروسته، خصوصی سکتور ته ورکړل شوی دی.
د اوبو او برېښنا د وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دغه شرکتونه چې د دې بندونو د جوړولو تړونونه ورسره شوی اړ دی چې په دې برخه کې پانګونه وکړی.
ښاغلی عظیمی زیاته کړه:
“تدارکاتی پروسه بشپړ شفافیت لری، خو د دې تړونونو تدارکاتی پروسه، د دې له امله چې دغه شرکتونه په‎کې پانګونه وکړی، د نورو ټولګټو پروسو سره توپیر لری.له هغې وروسته چې شرکتونو لېوالتیا وښوده، په ټولنیزو او عمومی پاڼو کې یې اعلانوو، څو نور شرکتونه هم په کې برخه واخلی.”
د عظیمی په خبره، ترکی ۷۷ شرکت به د کجکې د برېښنا د تولید په برخه کې ۲۰۰ میلیونه ډالره، غضنفر ګروپ به د بلخ د ګازی برېښنا د تولید په برخه کې ۷۵ میلیونه، د الکوزی ګروپ به د دویم سروبی د برېښنا د تولید په برخه کې ۳۰۰ میلیونه او د بیات پاور شرکت به د شبرغان د برېښنا د تولید په برخه کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړی.
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکې وایی، هر کس او شرکت چې وغواړی د برېښنا د تولید، توزیع، لېږدولو، واردولو او ساتنې او مراقبت په برخو کې د فعالیت جواز واخلی، کولای شی چې د اوبو او برېښنا وزارت ته مراجعه وکړی.
دوی دا ډول تړونونه ګټور ګڼی او وایی چې هېواد به د برېښنا د تولید په برخه کې پر ځان د بسیاینې په لور سم شی.
دا وزارت وایی، که څه هم افغانستان له خپلو مختلفو طبیعی منابعو څخه د ۳۱۰ زرو مېګا واټو برېښنا د تولید ظرفیت لری خو اوس‎مهال ډېره برېښنا له بهره واردوی.
په ورته وخت کې د اقتصادی چارو پوه عارف نظیف وایی، د کورنۍ برېښنا تولید کولای شی چې هېواد له نورو څخه د برېښنا له احتیاجه وژغوری او په اقتصادی وده کې به هم مهم رول ولوبوی.
ښاغلی نظیف زیاته کړه:
“په ډېریو هېوادونو کې پراختیا د خصوصی سکتور له لارې کېږی. دا یو نیک عمل دی چې خصوصی سکتور د هېواد په پراختیا کې شریکوو او هغه هم د برېښنا په تولید کې.”
ښاغلی نظیف وایی چې دا کار به خلکو ته د کار زمینې برابرې او د امنیت له ټینګښت سره به هم مرسته وکړی.
د افغانستان د اوبو برېښنا وزارت وایی، د دې شرکتونو له فعالیت سره به د افغانستان برېښنا شرکت د تولید شوې برېښنا بیه وټاکی او وبه یی پېری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.