کندز چارواکی: لا هم کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ وېره شته

گزارشگر:سه شنبه 4 عقرب 1395 - ۰۳ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3د کندز د ولایتی شورا یو شمېر غړی وایی، امنیتی ځواکونو په ښار کې تهاجمی علمیات درولې او په دفاعی حالت کې دی.
د کندز د ولایتی شورا یو شمېر غړی وایی چې افغان ځواکونو د دغه ښار د یو شمېر سیمو له تصفیې وروسته خپل عملیات درولی دی.
د ولایتی شورا یو شمېر غړی ادعا کوی چې لا هم طالبان د کندز ښار په څنډو کې فعالیت کوی.
د ولایتی شورا غړی غلام ربانی ربانی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې اوس هم کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ وېره شته.
ښاغلی ربانی زیاته کړه:
“امنیتی ځواکونو بیا جنګ پیل کړی و خو اوس جنګ درېدلی، نه‌پوهېږم چې امنیتی ځواکونه بېرته هغه سیمې چې یې له لاسه وتلی ولې نه‌نیسی او جدی اقدام نه‎کوی څو د کندز ښار اوسېدونکی د درېیم ځل لپاره د کندز د سقوط له وېرې څخه په امان کې وی. ”
طالبانو څو اوونۍ وړاندې د دوهم ځل لپاره د کندز ښار ځینې سیمې ونیولې خو وروسته د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې بېرته طالبان له ښاره په شا شول.
د کندز د ولایتی شورا بل غړی امرالدین ولی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ د مخنیوی په برخه کې جدی اقدامات نه‎دی نیول شوی.
ښاغلی ولی زیاته کړه:
“کندز ښار کې وضعیت د خلکو د قناعت وړ نه‎دی، امنیتی ځواکونه په دفاعی حالت کې دی او د دغه ښار د امنیت لپاره‌یې یو ښه دفاعی کمربند هم نه‎دی جوړ کړی، وېره او ناوړه وضعیت هم په ښار کې خپور دی.”
خو د کندز سیمه‌ییز چارواکی بیا د وکیلانو ادعاوې ناسمې بولی.
د کندز د پامیر شلمې فرقې قوماندان محمد اکرم سامع ازادی راډیو ته وویل چې کندز کې لا هم د افغان ځواکونو عملیات دوام لری خو نوموړی د ښار په درې کېلو مټرۍ کې د طالبانو موجودیت نه‌ردوی.
ښاغلی سامع زیاته کړه:
“کندز ښار کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی، زموږ عملیات چې د «تندر ۱۹» په نامه د ښار د پلټنې، تصفیې او د کمربندونو د کنټرول په هدف پیل شوی وه پای ته رسېدلی دی دښمن په دغو نقطو کې قوی ضربې وخوړلې چې تر ۲۰۰ ډېر کسان‌یې د همدغو عملیاتو په نتیجه کې وژل شوی هم دی.”
کندز کې د وروستیو جګړو له کبله د ګڼو کورنیو د بې‌ځایه کېدو تر څنګ ملکی خلکو ته هم مرګ ژوبله واوښته.
لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه هغه کورنۍ چې د کندز د جګړو له کبله بې‌ځایه شوې وې کندز ته د جګړې او وضعیت د خرابېدو له وېرې بېرته خپلو کورونو ته نه‎دی ورغلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.