مالیې وزیر: مشرانو جرګه دې د ۱۳۹۶ مالی کال بودجه تائید کړی

گزارشگر:چهار شنبه 19 عقرب 1395 - ۱۸ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3د مالیې وزیر له مشرانو جرګې غواړی تر دوو اونیو پورې د ۱۳۹۶ مالی کال بودجه تائید کړی.
اکلیل حکیمی پرون د راتلونکی کال بودجه مشرانو جرګې ته تشریح کړه او ویې ویل چې دغه بودجه د هېواد اقتصادی پراختیا او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د ژمنې پر اساس جوړه شوې ده.
د راتلونکی کال ملی بودجه شاوخوا ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ میلیارده یې عادی او ۱۷۸ میلیارده یې پراختیایې ده.
ټاکل شوې د ۱۳۹۶ کال بودجه د مشرانو جرګې تر تائید وروسته ولسی جرګې ته د تصویب لپاره ولېږل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.