سولې شورا: اسلام‌آباد کې د پګواش جوړېدونکی غونډې ته تمه نه لرو

گزارشگر:چهار شنبه 26 عقرب 1395 - ۲۵ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې د پاکستان پایتخت اسلام‎اباد کې د افغانستان سولې په اړه د پګواش غونډه جوړه شی خو د سولې عالی شورا وایی چې دغه ناستې ته کومه تمه نه‎لری.
د سولې عالی شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د پګواش موسسې له دې مخکې هم په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سولې په اړه ورته ناستې ترسره کړی خو کومه لاسته راوړنه یې نه درلوده.
ښاغلی قاسمیار وویل، د پګواش تېرو ناستو ته په کتو دا ځل به هم دغه ناسته پرته له کومې لاسته راوړنې پای ته ورسېږی.
ښاغلی قاسمیار زیاته کړه:
“تېرو تجربو ښودلې چې دا ډول ناستو کومه لاسته راوړنه نه‎ده لرلې، ورته ناستې له دې مخکې هم په اُسلو، دوحه او یو شمېر نورو هېوادونو کې ترسره شوی خو کومه نتیجه یې نه‎ده ورکړې.”
ښاغلی قاسمیار وایی، د سولې په اړه هر ډول خبرې باید له یوه واحد دریځه او د افغانستان سولې عالی شورا په رهبرۍ ترسره شی.
ټاکل شوې چې د افغانستان له‎خوا به په دې غونډه کې د پوهنې پخوانی وزیر غلام فاروق وردګ، ډاکټر انوارالحق احدی، ضیاالحق امرخېل، فاروق اعظم، حاجی روح‌الله وکیل، خلیل الله صافی او یو شمېر نور سیاسی مشران ګډون وکړی.
په دغه غونډه کې یو تن احتمالی ګډون کوونکی فاروق اعظم ازادی راډیو ته وویل چې په یاده غونډه کې به د افغانستان د سولې او همدا راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه کېدو خبرې وشی.
ښاغلی اعظم زیاته کړه:
“په ناسته کې به پر دې خبرې وشی چې افغانستان ته سوله څنګه راتلای شی؟ او پر دې به هم غور کېږی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مناسبات څنګه عادی شی؟ دا خبرې ګټورې دی او یو مثبت حرکت دی، د مذاکراتو دروازه باید بنده نه‎شی او تل باید خلاصې وی.”
په ورته وخت کې د سیاسی چارو شنونکی لطیف نظری وایی چې دا ډول ناستې باید دننه افغانستان کې جوړې شی څو د پاکستان له لاس‎وهنو څخه لېرې وی.
ښاغلی نظری وایی، پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې خپله پخوانۍ پالیسی کاروی او د افغان سولې پر وړاندې یو خنډ دی.
دی وایی:
“پاکستان لا تر اوسه د افغانستان په وړاندې خپل سیاست ته بدلون نه‎دی ورکړې او د افغانستان د سولې پروسې ته خنډ جوړوی. زه فکر کوم چې لومړۍ باید دا ډول ناستې دننه په افغانستان کې جوړې شی، څو د پاکستان له لاسوهنې څخه لېرې اوسی او دویم دا چې نړیوال فشارونه پر پاکستان زیات شی.”
پګواش کاناډایی موسسه د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سولې او شخړو د له‎منځه وړو په هدف، له ۱۹۵۷ زېږدیز کال راهیسې فعالیت لری.
دغه موسسې تر دې مخکې هم په قطر، اماراتو، فرانسه او ځینو نورو هېوادونو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې جوړې کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.