فـراه کې تښتول شـوى ماشـوم وژغورل شـو

گزارشگر:چهار شنبه 26 عقرب 1395 - ۲۵ عقرب ۱۳۹۵

د ملی امنیت ریاست وایی، په فراه کې تښتول شوى ماشوم د تښتوونکو له منګولو وغورل شو.
د دغه ماشوم وېډیو څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسینو کې خپره شوه.
په دغه زړه بوږنوونکې وېډېو کې ښکاری چې ماشوم یواځې نېکر پر تن دى، لاسونه یې شاته اړول شوی او تړل شوی دی، ژاړی او په وړه ژبه وایی:” mandegar-3مورې راباندې ګرانه یې، زه ډارېږم، زه مړ کېږم، ما وژغورئ.”
د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمدغوث ملیار مخکې پژواک خبری اژانس ته ویلی و چې دغه ماشوم شپږ کلن دى او نوید نومی.
د ده په وینا، نوید څه موده مخکې، هغه مهال چې د دولت وسله والو مخالفینو د فراه د مرکز پر ځینو سیمو بریدونه کړی و، ناپېژانده وسله والو د فراه ښار د درېمی ناحیې له اړوند سیمې تښتولى دى.
دغه بریدونه د روان کال د تلې په وروستیو کې پیل شوی وو او شاوخوا یوه میاشت یې دوام درلود.
د ملیار د معلوماتو له مخې، نوید له ماشومانو سره په لوبو بوخت و، چې ناپېژانده وسله والو په یو کرولا موټر کې وتښتاوه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.