پاکستان د سولې په پروسه کې خپله ونډه زیاتوی

- ۰۱ قوس ۱۳۹۱

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، د پاکستان لوی درستیز ویلی چې د سولې په پروسه کې به لا ډېره مرسته وکړی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د پاکستان لوی درستیز تېره ورځ له ولسمشر حامد کرزی سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو سربېره یې د سولې په اړه هم خبرې  اترې وکړې.
نوموړی وویل، چې په دې ناسته کې ولسمشر له جنرال اشفاق کیانی نه د پاکستان له لوری د طالب مشرانو خوشې کېدو او د سولې له عالی شورا نه د ښه هرکلی له امله مننه وکړه او په دې برخه کې یې ترېنه د لا ډېرې مرستې غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان لوی درستیز اشفاق کیانی له ولسمشر کرزی سره په خبرو کې د سولې په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې به پاکستان  لا خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړی.
ایمل فیضی زیاته کړه، اشفاق کیانی په دې ټینګار کاوه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې دې لا ډېرې پراخې شی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سولې د پروسې او د افغانستان په اړه به د پاکستان د پوځی چارواکیو نظر او لیدلوری بدل شوی وی کنه؟ وویل، پاکستان په دې وروستیو کې ځینې مثبت ګامونه واخیستل، لومړی دا چې د سولې د عالی شورا په غوښتنه پاکستان طالب مشران خوشې کړل، اشفاق کیانی افغانستان ته سفر وکړ او د سولې په خبرو یې له ولسمشر کرزی سره ولیدل او دواړه هېوادونه اوس ډېرې اړیکې لری.
د ولسمشر ویاند وویل، اشفاق کیانی همدارنګه د سولې د عالی شورا مشر صلاح الدین ربانی ته د دویم پړاو او د امنیتی مسایلو په اړه د بحث لپاره د ملی دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدی ته اسلام اباد ته د ورتګ بلنه ورکړه چې د دواړو چارواکیو له لوری ومنل شوه او په نېږدې وخت کې به د سولې د عالی شورا مشر او د ملی دفاع وزیر پاکستان ته سفر وکړی.
هغه همدارنګه وویل چې تېره ورځ د برېټانیا لوی درستیز هم له ولسمشر کرزی سره په یوې جلا لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې وکړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.