اوبری: ناټو غـونډه کې بـه د وارسا ژمنې تجـدید شی

گزارشگر:سه شنبه 16 قوس 1395 - ۱۵ قوس ۱۳۹۵

په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کې د اجنډا یوه مهمه موضوع افغانستان ده.
د دې غونډې تر پیل مخکې د ناټو یوه چارواکی د یکشنبې په ماښام ازادی راډیو ته وویل، تمه ده چې د ناټو بهرنیو چارو وزیران به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان، اکراین، د دې تړون تر پولو ورهاخوا د ثبات ټینګېدل او همدا راز د ناټو او اروپایی ټولنې پر mandegar-3مشارکت بحث وکړی.
تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی هم په دې غونډه کې ګډون وکړی.
د ناټو د یوه چارواکی په وینا، اټکل کېږی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نیکولسن او همدا راز د ناټو جګپوړی ملکی استازی اسماعیل اراماز هم د بروکسل په غونډه کې برخه واخلی.
د ملګرو ملتونو او اروپایی ټولنې استازیو ته هم بلنه ورکړل شوې ده چې دې غونډې ته استازی را واستوی.
په افغانستان کې د ناټو د ملکی چارو د دفتر یوې چارواکې ماریون اوبری تېره شپه ازادی راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې به د وارسا د غونډې ژمنې تجدید شی.
نوموړې زیاته کړه:
“دا ناسته د ناټو د شریکانو او متحدانو د ملی وحدت له حکومت سره یوځای په پولنډ کې له افغانستان سره د شوېو ژمنه تجدید ته لار هواروی.”
د ناټو مشرانو روان کال د جولای په اتمه او نهمه ژمنه وکړه چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به د ۲۰۲۰ کال تر پایه دوام ورکړی.
په دې غونډه کې د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادونو ترڅنګ د هغو هېوادو استازی برخه اخلی چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لری.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د ۲۰۱۵ میلادی کال د جنوری په میاشت کې د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلامشورې ورکولو او له هغوی سره د مرستې په هدف پیل شو.
د اوس لپاره نېږدې ۱۳ زره نړیوال ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کوی.
دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږی چې سږکال د ژمې په درشل کې هم په افغانستان کې یاغیان فعاله دی.
د داعش هلو ځلو هم د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې اندیښنې زیاتې کړې دی.
خو د دې سربېره د ناټو مشرانو د وارسا په غونډه کې د افغانستان چارواکو او خلکو ته ښکاره پیغام ورکړی وو چې د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی او پرې به نه‎ږدی چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو امن کور شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.