فخری: فساد ضد مبارزه کې دې رهبری کې واحده پالیسی رامنځته شی

گزارشگر:سه شنبه 23 قوس 1395 - ۲۲ قوس ۱۳۹۵

mandegar-3د اداری فساد په وړاندې د مبارزې عالی اداره سیاسی او قومی مصلحتونه په هېواد کې له اداری فساد سره د مبارزې په وړاندې لویه ننګونه بولی.
د دغې ادارې رئیس سید حسین فخری د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، سره له دې چې له فساد سره د مبارزې برخه کې ځینې اقدامات ترسره شوی خو په وینا یې، تر کومه چې په سیاسی رهبرۍ کې یوه واحده پالیسی رامنځ ته نه‎شی دا مبارزه به نتیجه ورنه‎کړی.
ښاغلی فخری زیاته کړه:
“له اداری فساد سره د مبارزې د بریالیتوب لپاره موږ د لوړ رتبه دولتی چارواکو ترمنځ یوې واحدې پالیسۍ او سیاست ته اړتیا لرو، له فساد سره د مبارزې برخه کې د نظرونو اختلاف دا مبارزه له ستونزو سره مخ کوی.”
خو د حکومت مشرانو ژمنه کړې چې له فساد سره به جدی او عملی مبارزه کوی.
ښاغلی فخری همدارنګه د موازی ادارو موجودیت او د جګړې دوام له فساد سره د مبارزې په وړاندې ستر خنډونه یاد کړل.
خو اوس پوښتنه دا ده چې د اداری فساد مهم لاملونه څه دی؟
د اداری فساد په وړاندې د مبارزې د عالی ادارې د چارواکو په اند د ادارې فساد قضیو ته نه رسېدنه، په ادارو کې د شایسته سالارۍ اصل ته نه پاملرنه، د مافیایې ډلو حضور، اقتصادی ستونزې، سیاسی او قومی بحثونه په لوړه کچه د اداری فساد مهم عوامل دی.
خو له اداری فساد سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز وایی چې دوی د اداری فساد لویې دوسیې تر کار لاندې لری.
د دغه مرکز ویاند جمشید رسولی په‎دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“کله چې موږ د اداری فساد درنو جرمونو نه خبرې کوو دا په‎دې معنی ده چې په‎دې مرکز کې د حکومت د لوړ پوړو اشخاصو قضیې څېړل کېږی او فساد قضیو ته رسېدنه کېږی.”
سره له دې چې افغان حکومت له فساد سره د جدی مبارزې خبره کوی خو یو شمېر افغان کارپوهان په‎دې باور دی چې افغان حکومت باید له فساد سره مبارزه په عمل کې ثابته کړی.
د چارو کارپوه بشیر بېژن وایی، په فساد کې ښکیل کسان د حکومت په دننه کې نفوذ لری او دا مسئله د دې لامل شوې چې حکومت له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی.
تر دې وړاندې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی هم ویلی چې یو شمېر لوړ پوړی چارواکی په سترو قراردادونو کې ښکېل دی او دې موضوع فساد ته لاره هواره کړې ده.
خو افغان کتونکی وایی، تر کومه چې له فساد سره مبارزه له لوړو پوړو چارواکو پیل نه‎شی له ټیټه کچې به یې پیل بې نتیجې وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.