پنټاګون: افغانستان ځواکونه لاهم د نړیوال ائتلاف ملاتړ ته اړتیا لری

گزارشگر:یک شنبه 28 قوس 1395 - ۲۷ قوس ۱۳۹۵

پنټاګون په یو تازه راپور کې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د افغان امنیتی ځواکونو بریاوې ستایلی دی خو ټینګار یې کړی چې دا ځواکونه لاهم د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ملاتړ ته اړتیا لری.
دا راپور چې د جمعې په ورځ خپور شوی وایی، افغان امنیتی ځواکونه په ټول هېواد کې خواره دی او د ظرفیتونو د خالیګاوو او کمبودیو د ډکولو برخه کې لا mandegar-3هم د امریکایی او ائتلافی ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لری.
د پنټاګون راپور وایی، ۲۰۱۶ میلادی کال کې چې د افغان امنیتی ځواکونو لپاره د امنیت د بشپړ مسؤلیت د پر غاړه اخېستو دویم کال و، دې ځواکونو هیله بخښونکی خو غېرې متداوم پرمختګ ښودلی دی.
د امریکا د دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې چې افغان ځواکونه په تېرکال کې وتوانېدل چې د طالبانو د سټراټیژیکو بریاوو مخه ونیسی.
خو پر دې سربېره د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې یادونه کوی “اداری فساد او محدود لوژیسټیک” د افغان امنیتی ځواکونو د هغې وړتیا مخه نیولې چې د افغانستان بېلابېلو برخو کې د مخالفو وسله‎والو اغېز راکم کړی او دوامداره بریاووې وساتی.
په داسې حال کې چې د شفافیت د نړیوال سازمان د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ د درې هغو هېوادونو څخه دی چې اداری فساد په کې تر نورو زیات دی، د دې هېواد امنیتی او دفاعی ادارې هم له دې ستونزې خالی نه دی.
تر دې څو ورځې مخکې افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو امریکایی قومندان جنرال جان نیکلسن هم د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو په اړوند ادارو کې د اداری فساد مسئلې ته ګوته نیولې وه.
د افغانستان د دفاع وزارت دا ستونزه نه ردوی، خو ټینګار کوی چې دوی هڅه کوی د امنیتی او دفاعی ځواکونو لیکی له فساد پاکې کړی.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د جنرال نیکلسن د څرګندونو په اړه ازادی راډیو ته وویل:
“موږ د جنرال جان نیکلسن خبرې نه ردوو. خو موږ د فساد د له منځه وړلو په چاره کې ډېر ښه پرمختګونه کړی دی.”
د افغانستان ملی اردو هغه ځواک دی چې ویل کېږی د نورو امنیتی ادارو لکه ملی او سیمه ییزو پولیسو په مقایسه په کې اداری فساد کم دی.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې لس زره امریکایی سرتېری دی او د جنورۍ په میاشت کې به یې شمېر ۸۴۰۰ ته راکم شی.
هغوی چې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ادارو وضعیت څاری، سپارښتنه کوی چې که افغان حکومت په دې ادارو کې د فساد پرضد جدی او پریکنده اقدامات ونه کړی، د حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد به مقابله ورته ستونزمنه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.