نشه یی توکو ضد مبارزه کې مخور رغنده رول لوبوای شی

گزارشگر:دو شنبه 29 قوس 1395 - ۲۸ قوس ۱۳۹۵

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وایی، د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید او قاچاق پر یوه جدی ستونزه بدله شوې او د مخنیوی لپاره یې په تېرو کلونو کې شوی کارونه کافی نه‎دی.
د یاد وزارت وزیرې سلامت عظیمی د یکشنبې په ورځ د سرحدونو چارو وزارت او د افغانستان د بدنی روزنې ریاست سره د همکارۍ د تفاهم‎لیک د mandegar-3لاسلیکولو پر مهال وویل، د مخدره مواد پر وړاندې مبارزه یوازې د دوی دنده نه بلکې د ټولو افغانانو مسؤلیت دی.
اغلې عظیمی د افغانستان قومی جوړښتونو ته په کتو وایی چې قومی مشران او مخور کولای شی په دې برخه کې رغنده رول ولوبوی.
نوموړې وایی:
“مخدره مواد په اوسنی وخت کې پر یوې جدی ستونزې بدله شوې نو اړتیا ده چې اړوندې ادارې د دغې پدېدې د له‎منځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړی. د سرحدونو چارو وزارت د مخدره موادو د له‎منځه وړلو برخه کې رغنده رول لری څو د نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د افغانستان په قومی سیمو کې قومونه د دغې پدېدې پر ضد مبارزې ته وهڅوی.”
اغلی عظیمی همدا راز وویل چې نړیواله ټولنه باید د مخدرو موادو پرضد د مبارزې لپاره له افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړی.
بل‎خوا په افغانستان کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږی.
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه افغانان روږدی دی خو یوازې په کال کې د ۴۰ زره کسانو د درملنې ظرفیت موجود دی.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې ویلی چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او تولید ۴۳ سلنه زیات شوی دی.
په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال مافیایی او تروریستی کړۍ د قومونو پر وړاندې ستر ګواښ بولی وایی چې په وروستیو کې د قومی مشرانو او مخورو ځای هغه کړیو نیولی چې په یو ډول سره د کوکنارو په کښت او مخدرو موادو په تولید او قاچاق کې ښکیل دی.
ښاغلی لېوال وایی، له نورو اړوندو ادارو سره به په ګډه قومونه دې ته وهڅوی چې په خپلو سیمو کې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د تولید او قاچاقو مخه ونیسی.
نوموړی وایی:
“هغه قومی مشران چې یو وخت کې د قوم له منځه پورته شوی وو، د وروستیو پېښو له امله د هغوی ځای یو شمېر افرادو نیولی چې د مخدره موادو په کارو بار کې ښکیل دی او د ټوپک په وسیله د افغانستان لپاره مشکل پېښوی نو ځکه باید د دغو کسانو پر وړاندې چې د مخدرو موادو په کاروبار کې ښکیل دی قومی مشران وهڅول شی.”
په ورته وخت کې د بدنی روزنې ریاست سرپرست قاسم حمیدی هم ډاډ ورکړ چې د ځوانانو د عامه پوهاوی برخه کې به هڅې کوی او ځوانان به د مخدره موادو پر ځای ورزش ته وهڅوی.
د ډیپلوماټ په نوم د یوې بهرنۍ نشریې د یوه راپور پر بنسټ په افغانستان کې د درې میلیاردو ډالرو په ارزښت مخدرو مواد شته او تر نهه میلیونه زیات افغانان چې د دې هېواد د نفوس تقریباً ۱۲ سلنه جوړوی، په یو ډول په دې کاروبار کې شامل دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.