احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:سه شنبه 30 قوس 1395 - ۲۹ قوس ۱۳۹۵
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نوی راپور وایی، په ۲۰۱۶ میلادی کال کې په ټوله کې د خبریالانو تلفات کم شوی دی، خو په هغو سیمو کې چې جګړه روانه ده خبریالانو ته زیات تلفات اوښتې دی.
دغه راپور چې د ډیسمبر په نولسمه نیویارک مېشتې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې خپور کړی وایی، په ۲۰۱۶ میلادی کال کې پر لږو خبریالانو هدفی حملې شوی خو هغو خبریالانو او عکاسانو ته دغه کال ډېر خونړی وو چې له جګړه ځپلو سیمو څخه یې راپورونه ورکول.
د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر له دې راپور سره موافق دی او وایی:
“په ۲۰۱۶میلادی کال کې خبریالان ډېر ګواښل شوی او ډېر خبریالان مو له لاسه ورکړی دی. د ۲۰۱۶میلادی کال ارقام ښیی چې ۱۳۰۰ خبریالانو یا د رسنیو کارکوونکو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نورو تېرو کلونو په پرتله دغه رقم ډېر لوړ دی.”
دی دغه راز زیاتوی چې په افغانستان کې خبریالانو ته د ګواښل کېدو، د ټپی کېدو، د بندی کېدو پېښې او د اخطارونو پېښې هم د تېرو ټولو کلونو په پرتله زیاتې شوی دی او تر اوسه لا کال پای ته نه دی رسېدلی او دوی اندېښنه لری چې دا ارقام به زیات شی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلی چې له ۲۰۱۳ میلادی کال راهیسې خبریالانو ته سخت تلفات اوښتی چې د جګړو د دوو خواوو تر منځ راغلی، په ځانګړی توګه په منځنی ختیځ هېوادونو کې.
راپور وایی، د ۲۰۱۶ میلادی کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ډیسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې شاوخوا ۴۸ خبریالان وژل شوی او دا شمېر تېرکال ۷۲ وو.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې راپور زیاتوی چې په پاکستان کې د ډان خبرپاڼې یو کمره مېن او د اج تلویزیون یو کمره مېن په اګسټ میاشت کې په کوټه کې د بم په حمله کې ووژل شول چې ۷۰ نور کسان یې هم ووژل.
همدا راز په ۲۰۱۶میلادی کال کې سوریه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ هېواد و.
راپور وایی چې د تېرو پنځو کلونو پر مهال په دغه هېواد کې ۱۰۷ خبریالان د دندې پر مهال وژل شوی دی.
دغه راپور زیاتوی چې اسلامی سخت دریځې ډلې لکه داعش، په ټوله نړۍ کې د دغو نیمایی خبریالانو د وژلو مسئولې دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دغه راپور ویلی چې په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه دنده د کمره مین او خبریال ده.
Comments are closed.