چارواکی: داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې

گزارشگر:دوشنبه 6 جدی 1395 - ۰۵ جدی ۱۳۹۵

د ننګرهار چارواکی وایی، دغلته د داعش ډله د پرلپسې عملیاتو په ترڅ کې کمزورې شوې ده.
د ننګرهار ولایت چارواکی وایی، د ۲۰۱۶ میلادی کال په اوږدو کې د پرلپسې پوځی عملیاتو په ترڅ کې په دې ولایت کې د داعش ډله ځپل شوې، ګڼ جنګیالی یې وژل شوی او جنګی ځواک یې کمزوری شوی دی.
mandegar-3د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼی په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش پر ضد عملیاتو ته په اشارې ازادی راډیو ته وویل:
“د داعش زرګونه وسله وال چې د کرښې له اغاړې به را اوښتل یا به له نورو ځایونو له داعش سره یوځای کېدل، دوی اکثره ووژل شول، په ننګرهار کې د دوی مهم قوماندانان له منځه ولاړل او د دوی رهبری ړنګه شوه، اوس هم ننګرهار کې د داعش فعالیت شته، خو دوی په ډېر کمزوری جنګی وضیعت کې دی.”
په ورته توګه په افغانستان کې د مېشتو امریکایی ځواکونو قوماندانان هم د افغانستان په ختیځ کې د اسلامی دولت د وسله والې ډلې د کمزوری کېدو پخلی کوی.
د سټارس اینډ سټرایپس امریکایی ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د ویاند برید جنرال جان کلیفلنډ له خولې وایی، وړم کال په افغانستان کې د داعش د وسله والو شمېر له یونیم زرو څخه تر درې زرو پورې اټکل کېده، خو د نوموړی په وینا په روان ۲۰۱۶ میلادی کال کې د دې وسله والو شمېر زرو ته راکم شوی دی.
تر دې څو اوونۍ مخکې په افغانستان کې د ناټو عمومی قوماندان هم په یوه خبری غونډه کې د «زرغونې تورې ۱» او «زرغونې تورې ۲» په نومونو هغه عملیات بریالی وبلل چې په افغانستان کې یې د افغان ځواکونو سره په ګډه د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې د دې وسله والې ډلې پر ضد کړی دی.
جنرال جان نیکلسن د دې عملیاتو په اړه په بروکسل کې خبریالانو ته ویلی وو:
“په دې دوو عملیاتو کې په افغانستان کې د اسلامی دولت د وسله والې ډلې ۱۲ مهم قومندانان ووژل شول، په دې ډله کې د دوی مشر ”حافظ سعید“ هم شامل و، په دې عملیاتو کې د دې ډلې له پنځه ویشتو تر دېرشو په سلو کې ځواک هم راکم شو او د اسلامی دولت د ډلې د پنځه سوو په شا او خوا کې وسله وال په کې ووژل شول، د دوی تر شلو زیات مرکزونه او د روزنې کمپونه ویجاړ شول، مالی شبکې یې ګډې وډې شوې او په افغانستان کې د داعش د مرکزونو له درې برخو دوه یې راکم کړل، داسې چې د ننګرهار د ولایت له نهو ولسوالیو څخه درې ولسوالیو ته محدود شول.”
په داسې حال کې چې افغان او امریکایی چارواکی د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ځواک د کمېدو خبره کوی، له غور ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې د ولایتی شورا استازو او عامو خلکو دغلته د داعش د وسله والې ډلې د فعالیتونو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې.
د غور د ولایتی شورا مرستیال عبدالبصیر قادری د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل:
“شاولی ددوی یو قوماندان دی چې له داعش سره یې بیعت کړی، نوموړی د د وسله والو جذبول چټک کړی او هڅه کوی چې د هوا په ښه کېدو سره نظامی حرکتونه تنظیم کړی.”
عبدالبصیر قادری وایی، په غور کې د داعش ډلې وروسته له هغې فعالیتونه پراخ کړل چې د فیروز کوه په شمال کې ددې وسله والې ډلې پر ضد روان عملیات د هوا د سړېدو له کبله درول شوې دی.
نوموړی په مرغاب او غلمین سیمو کې د داعش ډلې له خوا د خلکو د جذب په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایی چې د ده د معلوماتو له مخې داعش په دې سیمو کې ان یو شمېر ښځې هم د لس زرو څخه تر پنځلس زرو کالدارو تنخوا په بدل کې خپلو لیکو ته جذب کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.