د کندز اوسېدونکی: د لالا دلسوز قاتلین باید مجازات شی

گزارشگر:شنبه 11جدی 1395 - ۱۰ جدی ۱۳۹۵

په کندز ولایت کې د لالا دلسوز وژنې د دې ولایت اوسېدونکی غمجن او خواشینې کړی دی، دوی له حکومت څخه غواړی څو د لالا دلسوز قاتلان ونیسې او ورته درنه سزا ورکړی.
خو د لالا دلسوز وژنې د کندز اوسېدونکی ډېر غمجن او خواشینې کړی دی.
د کندز ښار د یونانی طبیبانو مشر حاجی عبدالسلام له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې لالا دلسوز د کندز اوسېدونکو ترڅنګ ژوند کاوه او د دې mandegar-3ولایت له خلکو سره په درد او غم کې شریک و.
نوموړی زیاته کړه:
“دلسوز یو ښه سړی وو او زما په مخکې لوی شوی وو او په دې۳۰ کلونو کې هېڅ چا ته هم بد نو رسېدلی او تل به یې له خوارانو او غریبانو سره مرسته کوله.”
لالا دلسوز په کندز کې د اهل هنودو مشر وو، د پنجشنې په سهار د نا معلومو وسله‎والو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
نرمونګ سینګ، مشهور په لالا دلسوز په تخار ولایت کې زېږدلی وو، خو له ۳۰ کلونو را پدېخوا یې له خپلۍ کورنۍ سره په کندز کې ژوند کاوه.
په ورته وخت کې د دې ولایت یوشمېر اوسېدونکی بیا وایی چې لالا دلسوز د کندز له ټول خلکو سره نېک روابط درلود او تل به یې له بې‎وزله خلکو سره مرسته کوله:
“لالا دلسوز یو نیک انسان وو او د کندز له خلکو سره یې ښه اړېکی درلودې او هېڅ چا ته یې بد نوو رسولی.”
“یو ښه طبیب وو سهار خپل دکان ته راته او ماښام خپل کورته ته او د کندز له خلکو سره یې ښه راشه درشه درلوده یو نیک انسان وو.”
د کندز اوسېدونکی له حکومت څخه غواړی چې ډېر ژر د لالا دلسوز د وژنې عاملان ونیسې او د قانونو منګلو ته یې وسپاری.
بل‎خوا د لالا دلسوز ماما بریت سینګ وایی چې دغه ډول پېښو د دوی ژوندې له ستونزو او ګواښونو سره مخ کړی دی:
“موږ له دولت څخه غواړو چې زموږ قاتل ونیسې او د قانون منګلو ته یې وسپارې، موږ د امنیت احساس نه کوو، ځکه کله چې په رڼا ورځ کې موږ ولی نو شپه به موږ دلته څنګه تېره کړو.”
ښاغلی بریت سینګ زیاته کړه چې نږدې درې کاله وړاندې هم پر لالا دلسوز وسله‎وال برید شوی وو چې په پایله کې هغه په پښه ټپی شوی وو.
په همدې حال کې د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمی له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د لالا دلسوز د قتل عاملین به نیسی او د قانون منګلو ته به یې سپاری:
“دغه پېښه زموږ دې پلټنۍ لاندې ده او تر اوسه پورې موږ په دې اړه درې تنه مشکوک کسان نیولی دی او زموږ هڅې روانې دی، څو ددې پېښې اصلی عاملین هم ونیسو.”

په ۲۰۱۴ میلادی کال کې لالا دلسوز له ازادی راډیو سره په خبرو کې ویلې وو، چې یوازې هېله یې دا ده چې افغانستان کې تل پاتې سوله او امنیت راشی، څو ټول خلک په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړی:
“یاالله ته زموږ په هېواد کې امن راولې چې زموږ ټول هېوادوال په ارامه فضا کې سره ژوند وکړی، موږ ټول سره ورونه یو.”
پخوا په کندز کې د هندوانو او سکانو ۹۰ کورنیو ژوند کاوه، خو د کورنیو جګړو پر مهال له دې ولایت څخه د هېواد نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته کډه شول، خو اوس مهال یوازې درې کوره هندوان په کندز کې په خپل درمسال کې ژوند کوی.
تر اوسه پورې د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.