کری: لاهم افغانستان ډېر چېلنجونه سره مخ دی

گزارشگر:شنبه 18 جدی 1395 - ۱۷ جدی ۱۳۹۵

mandegar-3د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پنټاګون ویاند په افغانستان کې د دې هېواد د پوځی او ملکی هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دغو هڅو په نتیجه کې د افغانستان اوسنی حالات د ډاډ وړ دی.
د بهرنیو چارو وزیر جان کری وایی، که څه هم د افغانستان ملی یووالی حکومت د دې هېواد د راتلونکو پرمختګونو هیلې ژوندی ساتلی خو د دې هېواد په مخ کې ډېر چېلنجونه پراته دی.
جان کری چې د پنجشنبې په ورځ یې په واشنګټن کې په وروستۍ خبری غونډه کې خبرې کولې وویل:
“موږ په افغانستان کې د ملی یووالی د حکومت په جوړولو کې حیاتی رول ولوباوه. دغه حکومت که څه هم له ډېرو چېلنجونو سره مخامخ دی خو په دې اړه چې په راتلونکې کې دا هېواد پرمختګونه وکړی دغه هیلې او فرصتونه یې ژوندی ساتلی دی.”
ښاغلی کری شاوخوا دوه نیم کاله مخکې د افغانستان د ملی یووالی د حکومت په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبولی او په یوې سیاسی موافقې سره یې د دې حکومت دواړه مشران ولسمشر اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدلله چې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په نتیجه کې یې ډېرې رأیې ګټلې وې، سره یوځای کړل.
کری وویل، موږ ټول په دې پوه یو چې چې کله انتخابات له جدی ستونزو سره مخامخ شول، د دې خطر یې زیات کړی و چې حکومت سره وپاشل شی او ان دا هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکیل شی، موږ منځګړیتوب وکړ او ټول لوری مو د ملی یووالی په حکومت کې سره راټول کړل، هغه حکومت چې په افغانستان کې تر اوسه فعال دی او کارونه مخ ته وړی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، کله چې بارک اوباما په ۲۰۰۹ میلادی کال د ولسمشر په توګه کار پیل کړ، په افغانستان کې له سل زرو زیات ځواکونه و چې هغه یې شمېر لس زرو ته راکم کړ.
افغانستان اوس ښه روزل شوی وسله‎وال ځواکونه لری چې د وسله‎والو طالبانو او د نورو سخت دریځو ډلو د ګواښونو په وړاندې په بریالیتوب دریدلی دی.
په عین حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وایی، په افغانستان کې یې پوځی ماموریت ښه مخ ته ځی او هغه به تر هغو دوام وکړی چې د دې هېواد حکومت او ځواکونه یې وکولای شی په خپله دځان دفاع وکړی.
د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت او امریکایی ځواکونو عمومی قومندان امریکایی جنرال جان نیکلسن او د هغه ټیم د افغانستان له حکومت او د دې هېواد له وسله‎والو ځواکونو سره له نېژدې کار کوی او هلته له اوسنی وضعیته راضی دی.
ښاغلی کوک زیاته کړه:
“موږ د افغان امنیتی ځواکونو د پیاوړتیا او په یوازې سرپه جګړو کې د هغوی د وړتیاوو د لوړولو برخو کې چې بالاخره په خپله خپل هېواد امن کړای شی، هغه ملاتړ ته په پام سره چې د ناټو له نورو متحدینو سره یې له دوی سره کوو، په اوس وخت کې د دې هېواد د حالاتو په اړه ښه احساس کوو. موږ په دې هېواد کې پرمختګونه وینو.”
د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل، په دې هېواد کې د امریکا بل جلا ماموریت د ترورېزم په وړاندې په مبارزې متمرکز دی او هغه د امریکا لپاره ډېر مهم ځکه دی چې ورسره د متحدو ایالتونو کورنی امنیت ډاډمن کېږی.
ښاغلی کوک له دې ټولو پرمختګونو سره- سره افغانستان یو خطرناکه ځای یاد کړ چې په وینا یې دا هېواد تر اوسه له ډېرو چېلنجونو سره مخامخ دی.
خو د پنټاګون ویاند ټینګار وکړ چې موږ به هغه ملاتړ ته چې په ترڅ کې یې افغان امنیتی ځواکونه پیاوړی کېږی، دوام ورکړو او دا یو حیاتی ماموریت دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.