چارواکی: که شمال ختیځو ولایتونو ته توجه ونشی ګڼې سیمې به سقوط شی

گزارشگر:یک شنبه 3 دلو 1395 - ۰۲ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3د شمال ختیځو ولایتونو ځینې اوسېدونکی او په ملی شورا او ولایتی شورا کې د دغه ولایتونو استازی، د دوی په سیمو کې د امنیتی وضعیت پر خرابېدو اندېښنه ښیی او له حکومته غواړی چې ورته پام واړوی.
د کندز، بغلان او بدخشان ولایتونو د خلکو استازیو له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، د دغو ولایتونو ځینې ولسوالۍ اوس هم د وسله والو مخالفینو په واک کې دی او اوسېدونکی یې له ستونزو سره مخ دی.
دوی وایی، که حکومت د امنیتی ګواښونو د شنډولو لپاره جدی هڅې ونه کړی، نو په راتلونکی پسرلی کې به د دغو ولایتونو ډېرې سیمې د وسله والو مخالفینو له خوا سقوط شی.
په ولسی جرګې کې د کندز ولایت استازی عبدالودود پیمان وایی، وسله وال طالبان په دشت ارچې، قلعه ذال او چهاردرې ولسوالیو کې حاکمیت لری او روزنیز پروګرامونه یې هم روان دی.
د بدخشان د ولایتی شورا رئیس عبدالله ناجې نظری په داسې حال کې چې وایی، د دغه ولایت د وردوج او یمګان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک دی، د سیمې پر وضعیت اندېښنه ښیی او زیاتوی چې روان وضعیت د نورو ولسوالیو اوسېدونکی هم له ستو نزو سره مخ کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“دغه ولسوالۍ له پورته څو نورو ولسوالیو په مسیر کې دی چې یوه برخه یې کران و منجان او بله برخه یې شکاشم، واخان او شغنان پورې نښلی، اوس دغه لارې بندی دی او دولتی مامورین او اکثره خلک پرې تګ راتګ نه شی کولی، همدارنګه تېل او خواراکی مواد زموږ سرحدی سیمو ته نه رسېږی او څلورو سرحدی ولسوالیو ته مو، د دې له امله زیان لیدلی دی.”
ښاغلی نظری د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره د حکومت لخوا پیل شوی پوځی عملیات کمزوری وبلل او هیله یې وکړه چې حکومت د روانې ستونزې اوارولو ته تدابیر جدی کړی.
بغلان، بدخشان او کندز هغه ولایتونه دی چې اوسېدونکی یې امنیتی وضعیت اندېښمن کړی او وایی چې د دې ولایتونو ځینې ولسوالۍ اوس هم، د وسله والو مخالفینو په واک کې دی.
د کندز ولایت دوه تنه اوسېدونکی، هارون او فیصل د مخالفینو پر وړاندې د حکومت له اقداماتو خوښ نه دی، دوی د دغه ولایت د امنیتی وضعیت په اړه ازادی راډیو ته وویل:
“زموږ اندېښنه داده چې عملیات پیل شول خو بې نتیجې، دا هغه موسم دی چې باید د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې پاکې شی خو هېڅ پرمختګ پکې ونه شو.
“د ژمې په دې موسم کې چې وسله وال مخالفین قوی دی او لوېې لارې بندولی شی که دوبی را ورسېږی؛ څرګنده ده چې څو ځلې به دغې لارې ترکنټرول لاندې راولی.”
دا په داسې حال کې ده چې له دوه زره لومړی میلادی کال راهیسې کندز ولایت دوه ځلې سقوط کړی او ښار یې څو ورځې د وسله والو مخالفینو په واک کې و.
بغلان د افغانستان بل شمال ختیځ ولایت دی چې په وروستیو کلونو کې د ډېرو ناامنیو شاهد و او وسله والو مخالفینو د دغه ولایت د مرکزی بغلان، ډنډغوری او دنډ شهاب الدین پر سیمو بریدونه کړی دی.
د بغلان د ولایتی شورا رئیس اسدالله شهباز هم د دغه ولایت پر امنیتی وضعیت اندېښنه ښیی وایی چې د دغه ولایت د مرکزی بغلان، تاله وبرفک او بورکه په ولسوالیو کې امینتی ګواښونه موجود دی.
خو د افغانستان د د فاع وزارت ډاډ ورکوی چې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو د شنډولو لپاره، په یو شمېر ولایتونو کې د «شفق۲» په نامه عملیات په جدی توګه روان دی.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیری له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې د تصفیوی عملیاتو ترڅنګ، د پوځی قطعاتو د اکمالولو لپاره هم هڅې روانې دی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ په ژمې کې اکمالات کوو او د ویجاړو شویو وسایطو پرځای نوی وسایط اکمالوو، دا ټول د «شفق۲» د عملیاتو پلانونه دی چې په ژمې کې اجراء کېږی او د پسرلی لپاره چمتو کېږو، ان شاءالله د د فاع وزارت د پسرلی لپاره د زیاتو عملیاتو تیاری نیسی.”
د چارو افغان پوهان په شمال ختیځو ولایتونو کې د بې ثباتۍ اصلی لامل، د مخدرو موادو قاچاق، د غېر مسؤلو وسله والو فعالیتونه او د سیمې په کچه، د پوځی سیاستونو بدلون ګڼی.
باری عارض د دغه موضوع په بیانولو سره ټینګار کوی چې په دغو ولایتونو کې د امنیتی ګواښونو د شنډولو لپاره اړتیا ده چې حکومت، د درې ګونو قواو ترمنځ همغږی زیاته او د پوځې مسلکی کادرونو په کچه، مثبت بدلونونه راولی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.