د سولې عالی شورا نوی مشر باید بانفوذه او اغېزمن شخص وی

گزارشگر:دوشنبه 4 دلو 1395 - ۰۳ دلو ۱۳۹۵

د افغانستان د ولسی جرګې اداری پلاوی او یو شمېر سیاسی کارپوهان وایی، که د سولې عالی شورا ته نوی رئیس ټاکل کېږی باید داسې کس وی چې پر وسله‌والو مخالفینو او د افغانستان په مسایلو کې پر ښکېلو هېوادونو خپل اغېز ولری.
په داسې حال کې چې افغان حکومت د سولې عالی شورا رئیس د خاورو ته سپارلو په چارو بوخت دی، د ولسی جرګې اداری پلاوی او یو شمېر mandegar-3کارپوهان وایی چې د دغې شورا لپاره نوی رئیس باید له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې په خبرو کې له له هر اړخه پر دوی اغېز ولری.
دوی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې حکومت باید د سولې عالی شورا د ریاست لپاره داسې کس انتخاب کړی چې د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو ته د قبول وړ وی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ داسې با نفوذه او اغېزناک کسان چې د سولې په برخه کې یې خلک غږ اوری لرو، دا باید داسې کس وی چې د هغو هېوادونو سره کوم چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل وی اړیکی ټینګې کړی، دغه شان باید پر وسله‌والو مخالفینو هم اغېز ولری او اعتماد یې خپل کړی، تر څو د سولې عالی شورا وکولای شی چې ځانګړې لاسته راوړنې ولری.”
ښاغلی غفاری پیر سید احمد ګېلانی، یو بانفوذه او اغېزناک شخص یاد کړ ویې‌ویل چې د ښاغلی ګېلانی په شان نور شخصیتونه هم شته چې د هغه نیمګړی مزل پوره کړی.
د افغانستان د سولې عالی شورا رئیس پیر سید احمد ګېلانی تېره شپه د ۸۴ کلنۍ په عمر د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه د کابل په امنیت روغتون کې د ژوند پور پرې کړ.
ولسمشر غنی د پیر سید احمد ګېلانی مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده او ویلی یې دی چې د افغانستان خلک په حساسو شرایطو کې له یو ملی لوی جهادی رهبر او شخصیت څخه بې‌برخې شول.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایی چې د پیر ګېلانی په مشرۍ د افغان حکومت او حزب اسلامی تر منځ د سولې بین‌الافغانی خبرې په بریالیتوب ترسره شوې.
پیر سید احمد ګېلانی پر افغانستان د روسانو د یرغل پر مهال په ۱۹۸۰ میلادی کال کې د یو جهادی مشر په توګه وپېژندل شو چې د محاذ ملی اسلامی ګوند یې جوړ کړ.
که څه هم په وار وار سره د ملی شورا او په افغانستان کې یو شمېر سیاسیونو د سولې د عالی شورا کړنې بې‌اغېزې ارزولی او ویلی چې دغه شورا باید لغوه شی خو دغه شورا د حکومت او حزب اسلامی تر منځ د سولې هوکړه د پیر سید احمد ګېلانی په مشرۍ د یادې شورا مهمه لاسته راوړنه ګڼی.
ویل کېږی چې نوموړی د وسله‌والو طالبانو له مشرانو سره هم څو ځلې اړیکې نیولې وې.
په ورته وخت کې افغان سیاسی کارپوه حمید عزیز ازادی راډیو سره خبرو کې پیر سید احمد ګېلانی یو بې‌طرفه شخص وباله او ویې‌ویل چې د سولې عالی شورا په دا شان یو وخت کې دا شان کس ته اړتیا لری.
نوموړی زیاته کړه:
“په داسې وخت کې همداسې شخص ته اړتیا ده چې د دغې شورا مشری وکړی، داسې کس چې په جګړه کې د ښکېلو غاړو پلوی نه‌وی او له جهادی، دینی او اعتقادی نظره وسله‌والو مخالفینو ته د قبول وړ وی، دا شان کس باید وی چې د دموکراسۍ ارزښتونو او ملی ارمانونه ته ژمن وی او دغه‌شان باید داسې یو کس وی چې په نوی جوړښت سره د شورا په چوکاټ کې ځان ځای او خپل کارونه مخته یوسی.”
په ورته وخت کې د چارو کارپوه ودیر صافی هم ټینګار کوی چې د دغې شورا د مشرتابه لپاره باید بې‌طرفه او داسې کس وټاکل شی چې په جنګی جرمونو تورن نه‌وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.