ولې د اسلامی نړۍ مشران د ټرمپ په وړاندې چُپ پاتې شول؟

گزارشگر:خالد څرګند/ شنبه 16 دلو 1395 - ۱۵ دلو ۱۳۹۵

د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه له ټاکل کیدو اوه ورځې (د جنورۍ په ۲۷مه) وروسته یو اجرایوی فرمان لاسلیک کړ چې په ترڅ کې د اوو اسلامی هیوادو په وګړو د امریکا خاورې ته د ننوتو بندیز ولګید او هغوی یې امریکا ته له ورتګ څخه منع کړل.
mandegar-3د ټرمپ دغه ګام ته د نړۍ مشرانو تُند غبرګونونه وښوده او هغه یې په سختو ټکو وغانده او هغه یې له تبعیضه ډک عمل وګاڼه. حتی تر دې کچې چې د امریکا دننه خلکو د دې کړنې په غبرګون کې مظاهرې او لاریونونه په لار واچول چې ځینو یې لا د مسلمان په توګه ځانونه راجستر کړل.
خو پوښتنه دا ده چې ولې د اسلامی نړۍ مشرانو د ولسمشر ټرمپ د دغه ګام په وړاندې باالمثل ګام اچت نه کړ او ولې په لویه کچه و نه غانده؟
په نړۍ کې ۵۷ اسلامی هیواده دی او د مسلمانانو شمیر تر ۱،۷میلیارډه اوړی، خو ټرمپ دغه ۵۷ پنځوس ملکه نالیدلی نیسی او دغه ۱،۷ میلیارډه خلکو په کیسه کې هیڅ نه دی. ولې ټرمپ دغه کار د نورو هیوادو په وړاندې و نه کړ؟ د غرب او شرق مشرانو دغه کړنه و غندله خو د اسلامی نړۍ مشران او د اسلامی کنفرانس سازمان خو لا په ژمنی خوب ویده دی. دلته څو ستر عامله دی چې د دې چُپتیا باعث شول:
۱) د اسلامی نړۍ چارواکی په ټوله کې د مشروعیت له بحران سره مخ دی؛ هغه په دې معنا چې دوی د ولس په خوښه ځواک ته نه دی رسیدلی، بلکې د غرب په سیاسی-نظامی ملاتړ یې واګی تر لاسه کړی نو ځکه خو دغه جرئت نه شی کولی او چُپ پاتې شول.
۲) بله خبره دا ده چې له دغو مشرانو سره د ولس ملاتړ نه شته او دوی له دې ویره لری، که چیرې له امریکا سره په ټکر کې راشی، نو امریکا په ډیره آسانۍ سره کولی شی چې دوی له واکه لرې او کوم بل څوک یې ځای ناستی کړی، لکه چې په لیبیا، مصر او ټونس کې تجربه شول.
۳) دریم عامل یې دا دی چې، په اسلامی خاورو کې د ولس او چارواکو تر منځ ستر فکری واټن پروت دی. هغه داسې چې ولسونه مسلمان؛ خو نظام او چارواکی یې سیکولر دی، نو په همدې خاطر دی چې مشران یې د اسلام او اسلامی ارزښتونو په وړاندې هیڅ احساس نه لری.
۴) څلورم عامل دا کیدای شی چې، د اسلامی نړۍ چارواکی خپلې شخصی او د کورنۍ ګټې د امریکا په ګټو کې وینی، او په دې باور دی چې د امریکا د ګټو خوندیتوب؛ د دوی د ګټو د خوندیتوب په معنا ده؛ نو ځکه خو د ټرمپ په وړاندې چُپ پاتې شول.
۵) او وروستی عامل یا سبب یې له امریکا څخه ویره ده؛ دغه چارواکی له امریکا او د هغې له مادی ځواک څخه دیره ویره لری. کنه دمثال به توگه، یوازې عربی نړۍ که خپل تیل او ګاز په امریکا بند کړی، نو د امریکا ټول جنګی او صنعتی ماشین به، په ټپه و دریږی؛ خو دوی له ویرې دغه جرئت او شهامت نه شی کولی.
نو دې همدغو پورته دلایلو له مخې وو چې دوی چُپ پاتې شول او ټرمپ هم په ډیره بې باکانه ډول دغه ګام اچت کړ. خو جالبه د اسلامی نړۍ د مشرانو چُپتیا او د دوی په ځای، د غربی نړۍ د مشرانو تُند غبرګون جرئت وو چې د ټرمپ دې اقدام په ضد یې وښود او هغه‌یې په سختو ټکو وغانده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.