احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:یک شنبه 17 دلو 1395 - ۱۶ دلو ۱۳۹۵
د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، د دې ولایت د کوهستاناتو ولسوالی د دولت پرضد، د وسله والو مخالفینو د جلب وجذب په مرکز اوښتې ده.
د سرپل والی وایی، دغه ولایت د پېچلی جغرافیایی موقعیت او د صعب العبورو سیمو د لرلو له امله، د بل هرشمالی ولایت په پرتله، د وسله والو مخالفینو پام ځانته اوړلی دی.
د سرپل والی ظاهر وحدت د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالی چې له شااوخوا یو نیم کال راهسې د طالبانو په ولکه کې ده اوس د مخالفینو د روزنې، تجهیز او د دولت پرضد د جلب وجذب په مرکزونو اوښتې ده.
هغه وویل که حکومت ورته تدابیر، ونه نیسی، جدی امنیتی ګواښ به رامنځته کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“مخالفین ډېره توجه سرپل ته لری، په دې دلیل چې سرپل یوه غرنۍ سیمه ده، د کوهستاناتو ولسوالۍ پېچلې او خطرناکه اراضی لری او مخالفینو پکې اډې د امن ځایونه او روزنېز مرکزونه جوړ کړی دی او حتې اوسمهال پکې ځان وژونکی هم روزی.”
ښاغلی وحدت وویل، د سرپل ولایت امنیتی ګواښونه یې ډېر ځلې، د مرکزی حکومت له مسؤلینو سره شریک کړی، خو د ده په خبره، د مختلفو دلایلو له مخې په دې برخه کې اقدام نه دی شوی.
وحدت: بهرنیو ترورېستانو سرپل کې د انتحاری زدهکړو مرکزونه جوړ کړی
د ښاغلی وحدت په خبره په دغه ولایت کې اکثره جنګیالی د بهرنیو هېوادونو اتباع دی.
په ورته وخت کې د سرپل د ولایتی شورا رئیس محمد نور رحمانی هم په سیمه کې د ناامنیو پر زیاتېدو اندېښنمن دی او وایی چې د کوهستاناتو پر ولسوالی سربېره، د دغه ولایت څو نورې سیمې هم د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې راغلی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“د سرپل ولایت خلک له جدی امنیتی ستونزو سره مخ دی، اندېښنې مخ په زیاتېدو دی، د کوهستاناتو د ولسوالۍ تر سقوط وروسته، د کته کلا، شېرم های او یوشمېر نورې سیمې د مخالفینو تر کنټرول لاندې راغلی، له بده مرغه په دې وروستیو کې د صیاد ولسوالۍ څه باندې اویا فیصده برخه هم د دولت د مخالفینو لاس ته ورغلې ده.”
د سرپل ولایت چارواکی وایی چې پر وسله والو طالبانو سربېره، د داعش ډله هم په دغه ولایت کې فعالیتونه لری.
سرپل هغه شمالی ولایت دی چې د سیمه ییزو مسؤلینو په خبره، ډېر ځله د حکومت د وسله والو مخالفینو د پراخو بریدونو شاهد و.
په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری ازادی راډیو ته وویل په سرپل ولایت کې پوځی ځواکونه موجود دی او د دولت د وسله والو مخالفینو مخه به ونیسی.
ښاغلی وزیری په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“اوس په سرپل ولایت کې د اردو قطعات لرو، په هرځای کې چې امنیت کمزوری وی هغوی عملیات کوی، ما د والی صاحب خبرې واورېدلې، د دفاع په وزارت په جریان کې دی په هرځای کې چې ضرورت وی، عملیات اجراء کېږی.”
د پوځی چارو کارپوه یوسف همت ازادی راډیو ته وویل، کشفی ارګانونه مخکې له دې چې د هر ډول امینتی ګواښ په اړه خبر ترلاسه کړی باید د مخنیوی لپاره یې له امینتې ځواکونو سره شریک کړی، اوکه نه نو، د یوې سقوط شوې سیمې بېرته نیول به ستونزې او تلفات ولری.
Comments are closed.