افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکې سرطان ناروغی هر کال ۱۵زره کسان وژنی

گزارشگر:دوشنبه 18 دلو 1395 - ۱۷ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3د فبرورۍ ۴ مه د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په افغانستان کې هر کال۲۰ زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږی چې کابو ۱۵ زره تنه یې له امله مړه کېږی.
د دغه وزارت د روغتیایی خدمتونو د برخې مشر ډاکټر سید حبیب اروال د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل چې د سرطان ناروغۍ شمېرې د افغانستان په کچه په ټوله نړۍ کې د پراخېدو په حال کې دی.
نوموړی زیاته کړه:
“په ټوله نړۍ کې تقریباً اته اعشاریه دوه میلیونه کسان هرکال د سرطان ناروغۍ له امله خپله مری، په افغانستان کې هم دا شمېره مخ په لوړېدو ده او په کلنی ډول تقریباً شل زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږی چې کابو ۱۵ زره تنه یې مړه کېږی، په خواشینۍ سره دا ډېره لوړه کچه ده دا ځکه چې په افغانستان کې د سرطان د کنټرول او درملنې لپاره امکانات ډېر کم دی.”
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د دغې ورځې د لمانځنې نه یې هدف دا دی څو د سرطان د وژونکې ناروغۍ د مخنیوی په اړه د خلکو عامه پوهای زیات شی.
ډاکټر سید حبیب اروال همدارنګه د دې رنځ عمده لاملونه په خوړو کې بې احتیاطی، د مخدره توکو کارول، بې وزلی، د اوبو لږ څښل، ورزش نه کول، ککړ چاپېریال او داسې نور په ګوته کوی.
نوموړی همدارنګه د سرطان د ناروغۍ بېلابېلو نښو نښانو ته اشاره وکړه چې په وینا یې باید ورته جدی پاملرنه وشی.
نوموړی زیاته کړه:
“لومړۍ خبره داده چې سرطان د انسان د بدن د حجرو د ناببره غټوالی نه پیدا کېږی او دوېمه ستره نښه یې داده چې د حجرو غټوالۍ که د وجود په هره برخه کې پیدا کېږی دا درد انسان نه احساسوی او بې له کوم دلیل نه د وجود یوه برخه کې غټوالۍ پیدا کېږی، مثلاً سیدې سرطان نو لازمه ده چې انسان په هرو شپږو یا یوه کال کې پوره معاینات وکړی.”
نوموړی وویل چې د ځنیو معلوماتو له مخې د ښځو په پرتله تر ډېر نارینه د سرطان په ناروغیو اخته کېږی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، په ټوله نړۍ کې د سرطانونو تقریباً سل ډوله پېژندل شوی دی او له دې ډلې د سږو او د سینې سرطانونه په سر کې ځای لری.
د دغه وزارت په وینا اوس مهال د کابل ښار په جمهوریت او استقلال روغتونونو کې د دې رنځ د تشخیص او درملنې لپاره څانګې جوړې شوی چې دا به د دې ناروغۍ په کنټرول کې مهم رول ولوبوی.
خو یو شمېر روغتیایی متخصصین انتقاد کوی چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره یوازې په مرکز کې محدود شمېر مرکزونه جوړ کړی چې دا مرکزونه د خلکو ستونزې نشی هوراولی.
ډاکټر پرویز اقبال په دې اړه وویل:
“په افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو څه ناڅه اقدامات کړی دی خو دغه اقدامات بسنه نه کوی لکه د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره یوازې د دوو مرکزونو جوړول ډېر کم دی ځکه په ولایتونو کې دا مرکزونه نشته.”
ښاغلی اقبال وایی، په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د پرمختلوو وسایلو نشتون او په دې برخه کې د روغتیایې متخصصینو کمښت هغه ستونزې دی چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت باید ورته جدی پاملرنه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.