غنی: د افغانستان په اړه غونډو کې باید افغان پلاوی هم ګډون ولری

گزارشگر:سه شنبه 19 دلو 1395 - ۱۸ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3افغان ولسمشر غواړی د افغانستان په اړه کېدونکو غونډو کې د دغه هېواد استازی هم ګډون ولری.
ولسمشر غنی د افغانستان په اړه وروستیو درې اړخیزو سیمه ییزو غونډو ته په اشاره، په راتلونکی کې په ورته غونډو کې د افغانستان د استازی د ګډون غوښتنه وکړه.
د افغانستان د جمهوری ریاست مرستیال ویاند، شاه حسین مرتضوی ازادی راډیو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غنی دا غوښتنه د یکشنبې په ورځ افغانستان او پاکستان ته د چین له ځانګړی استازی سره مطرح کړه.
نوموړی زیاته کړه:
“اشاره یې درې اړخیزو غونډو ته وه چې په دې وروستیو کې وشوې، ولسمشر ټینګار وکړ چې داسې غونډې چې کېږی، اجنډا او هدف یې باید مشخص وی او که د افغانستان په اړه وی، باید د افغانستان استازی هم په داسی غونډو کې حضور ولری او که د سیمې دولتونه د سولې لپاره دا فعالیتونه کوی، دا هڅې باید د افغانستان د دولت، د نړیوالې ټولنې او د اسلامی هېوادونو سره یو ځای د سولې اړوندې وی او که داسی نه وی، په هغه صورت کې نه یوازی د سولې په برخه کې مرسته نه کوی بلکې کولای شی په سیمه کې له ځان سره نور خطرونه رامنځته ولری.”
د چین استازی له افغان ولسمشر سره د لیدو پر مهال د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم د لېری کېدو هرکلی وکړ.
افغانستان او پاکستان ته د چین ځانکړی استازی ډینګ شیجون له ولسمشر غنی سره پرون ماښام په ارګ کې وکتل.
وروستی راپورونه وایی چې د روسیې، چین او پاکستان د استازو تر منځ د افغانستان په اړه په مسکو کې غونډه وشوه.
د دغو راپورونو پر اساس، په دې غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب څوک نه وو.
د ولسی جرګې د کورنی امنیت د کمېسیون یوه غړی صالح محمد صالح ازادی راډیو ته وویل چې چین کولای شی د افغانستان د سولې په پروسه کې رغند رول ولوبوی.
نوموړی زیاته کړه:
“د افغانستان جګړه یوه سیمه ییزه او استخباراتی جګړه ده، ګاونډیان په ځانګړې توګه سیمه ییز هېوادونه کولای شی د سولې لپاره کار وکړی، مطمئن یم که چین وغواړی د افغانستان د سولې لپاره رښتنی کار وکړی، کولای شی چې پر پاکستان او طالبانو فشار راوړی، خبر یو چې له طالبانو سره روابط لری او له دې هېڅ څوک سترګې نشی پټولای، چین د پاکستان، ایران او روسیې تر څنګه کولای شی یو ښه رول ولوبوی.”
افغانستان او پاکستان ته د چین ځانګړی استازی له ولسمشر غنی سره د کتلو پر مهال د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم لېری کېدو هر کلی وکړ.
افغانستان او پاکستان ته د چین ځانګړی استازی په دې کتنه کې وویل چې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستلو په اړه چین مرسته کړې ده.
د افغانستان د جمهوری ریاست په خبرپاڼه کې د شیجون له قوله ویل شوی چې طالبان یې د مذاکراتو لپاره هڅولی دی او پر پاکستان هم د څلور اړخیزې غونډې تر سره کېدو لپاره ټینګار شوی دی.
ښاغلی غنی په دې غونډه کې ویلی چې طالبانو په خپلو فعالیتونو سره ګڼ شمېر نورو تروریستی ډلو ته لاره پرانیستې ده چې د ده په وینا، د چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو ثبات ته هم خطر پېښوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.