مشرانو جرګه: د مشرف وروستۍ څرګندونې د افغانستان حقانیت ثابتوی

گزارشگر:چهار شنبه 4 حوت 1395 - ۰۳ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان مشرانو جرګه وایی، د پرویز مشرف څرګندونې د افغانستان د همیشنۍ ادعا چې پاکستان د ترورېزم ملاتړی دی، په حقیقت بدلوی.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخی د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله وکړی او د خپلو ګټو په خاطر د ترهګرو ډلو په‎واسطه زموږ په هېواد کې جنګ تود وساتی.
ښاغلی سخی زیاته کړه:
“پاکستان هېڅ‎کله د افغانستان د خلکو تر څنګ نه‌و او په یو ډول‌یې غوښتی چې خپلې ګټې خوندی وساتی، دوهم دا چې هېڅ‎کله وفادار نه‌و او خبرې یې نړیوالو ته د منلو نه‎دی، ځکه چې په نړیواله کچه د ترهګرو سترې ځالې په پاکستان کې دی او نړۍ هم پر دغې موضوع پوهېدلې.”
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پخوانی جمهور رئیس پرویز مشرف ویلی چې له ۲۰۰۱ لومړی کال وروسته، پاکستان د افغان حکومت پر ضد، د طالبانو ډلې له سره تنظیم او تجهیز کړی.
مشرف د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلی چې پاکستان د افغانستان د زیانمولو لپاره له طالبانو کار اخیستی او د ده په خبره دا د دې لپاره چې د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د هند ملاتړ کاوه او دا کار د پاکستان په ګټه نه‌و.
پرویز مشرف دا هم ویلی چې افغانستان کې یې د نیابتی جګړې ملاتړ کړی دی.
مشرف د افغانستان د ملی یووالی حکومت ته اشاره کړې او ویلی یې دی چې له اشرف غنی سره باید هر اړخیزه مرسته وشی او دا ځکه چې اشرف غنی په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره وروستۍ هیله ده.
هڅه مو وکړه چې په دې هکله د افغان حکومت نظر ولرو خو دغه حکومت دومره وایی چې دا ډول څرګندونې رسمی نه‎دی، له همدې امله نه‌غواړی چې په اړه‌یې خبرې وکړی.
اوس‌مهال چې د کابل او اسلام‎اباد تر منځ اړیکې ترینګلې شوی، دا ډول څرګندونې څه مفهوم بیانولای شی؟
ایا پاکستان له کابل سره د اړیکو رغول غواړی او که غواړی چې په روانو حالاتو کې د نړیوالو ذهنونه بدل کړی؟
په دې اړه د سیاسی چارو کارپوه بشیر بیژن وایی:
“زما باور دا دی چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو فکر نه‎کوی بلکې د پاکستان هڅې د سیمې او له سیمې څخه بهر نورو هېوادونو ته دی چې لابی‎ګری وکړی او خپلو جنایتونو ته ادامه ورکړی.”
د ښاغلی بېژن په خبره د افغانستان خلک باید وپوهېږی چې طالبان هم د هېواد په ښېګڼه فکر نه‎کوی بلکې د افغانستان د خلکو د تباهۍ، بربادۍ او وژنو لپاره هڅې کوی.
دی وایی، په‌کار ده چې د افغان حکومت مشران هم په هېواد کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه نړیوالې ټولنې ته موجود اسناد او شواهد وسپاری څو د افغانستان د خلکو حقانیت ثابت شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.