مالیې وزارت: ۱۳۹۵کې مو تر ټاکلی هدف۳۳ میلیارده زیاتې افغانۍټولې کړی

گزارشگر:یک شنبه 22 حوت 1395 - ۲۱ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د مالیې وزارت وایی، د تېروڅو کلونو په پرتله د دغه وزارت په عوایدو کې په بې ساری ډول زیاتوالی راغلی دی.
د مالیې وزارت وایی، په عایداتی ادارو او منابعو کې د اصلاحاتو او شفافیت په رامنځته کولو سره توانېدلی چې د خپل ټاکلی هدف څخه۳۳ میلیارده افغانۍ زیات عواید راټول کړی.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی د شنبې په ورځ د حکومتی ادارو لخوا د کلنیو راپورونو د وړاندې کولو په غونډه کې وویل چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان عایدات د تېروڅو کلونو په پرتله زیات شوی او دوی توانېدلی چې د خپل ټاکلی هدف څخهډېر عایدات راټول کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“۱۳۹۵لمریز کال د افغانستان د مالیې وزارت لپاره د لاسته راوړنوڅخهډک کال په دې و چې موږ وتوانېدو چې له خپل ټاکلی هدف څخهډېر عواید ترلاسه کړو، زموږ لپاره ۱۳۲ میلیارده افغانۍټاکل شوې وې، خو موږ د کال تر اخره ۱۶۵ میلیارده افغانۍ ترلاسه کړې، که چېرې دا د ۱۳۹۳ لمریز کال سره چې له اوسنی نظام څخه مخکې و مقایسه کړو نو ۶۵ میلیارده افغانۍ زیاتوالیښیی.”
ښاغلی عبدالرحمیزی وویل، د افغانستان د مالیې وزارت هڅه کوی چې په راتلونکی کال کې تر دې هم ډېر عواید ترلاسه کړی او افغانستان د پر ځان بسیاینې پړاو ته ورسوی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه وزارت په ۱۳۹۵ کال کې د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف غړیتوب هم ترلاسه کړ چې دا د نړیوالېټولنې د رضایتښودنه کوی او د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.
دا په داسې حال ده چې افغانستان د ۲۰۱۷ میلادی کال د اقتصادی خپلواکۍ په نړیوال انډېکس کې۱۶۳ځای خپل کړی و.
په دغه لړ کې چین په ۱۱۱م، پاکستان په ۱۴۱م او هند په ۱۴۳م ځای کې دی، هانګ کانګ، سنګاپور او نیوزیلنډ بیا د دغه جدول د سر درې هېوادونه دی.
د هېرتېج فونډېشن د راپور له مخې افغانستان په تېرهیوه لسیزه کې چټکه خو ستونزمنه اقتصادی وده کړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت مسؤلین وایی چې د افغانستان اقتصادی حالت د ودې او پرمختګ په حال کې دی.
د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د شنبې په ورځ د نومړی وزارت د کلنی راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په تېروڅو کلونو کې د افغانستان اقتصادی وضعیتښه نه و خو په ۱۳۹۵ لمریز کې د افغانستان اقتصاد دوه سلنه لوړ شوی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“له نېکه مرغه زموږ اقتصادی حالت د ودې په حال کې دی، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ میلادی کلونو کې زموږ اقتصادی وضعیتښه نه و، خو د اقتصاد وزارت او د احصاییې ادارې د شمېرو له مخې په ۱۳۹۵ لمریزکال کې دوه سلنه لوړوالی لېدل کېږی او تمه ده چې دغه اقتصادی وده درې سلنې ته پورته شی.”
پهیاد کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندی د نوموړی وزارت د کلنی راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د افغانستان سوداګریزې اړیکې له هېوادونو سره پراخې او په ځانګړیډول د ترانزیټ په برخه کې چټکې شوی.
د افغانستان د اقتصادی سکټور د وزارتونو ویندویان په داسې حال د خپلو لاسته راوړنو او په دغه هېواد کې د اقتصادی پراختیا خبره کوی چې عام خلک له ناسم اقتصادی وضیعتڅخه شکایت لری وایی چې ورځ تر بلې د دوی ستونزېډېرېږی.
دیادونې ده چې له نېږدېیوې میاشتې راهیسې له پاکستان سره د افغانستان ځمکنۍټولې لارې هم تړل شوی چې د مساپرو تر څنګیې افغان سوداګرو ته هم ستونزې پیدا کړی او درانه تاوانونه وراوښتی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.