افغانستان کرکټ کې ایرلنډ ته تاریخی ماته ورکړه

گزارشگر:دوشنبه 23 حوت 1395 - ۲۲ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته د ۲۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې ایرلنډ ملی لوبډلې ته ستره او تاریخی ماتې ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبې چې د افغانستان په کوربتوب په هند کې ترسره شوې افغانستان ایرلنډ ته درې صفر ماته ورکړه، چې دا لومړیځل دی افغانستان په شل اوریزه لوبو کې درې پرلپسې لوبېګټی.
د ننۍ لوبې پچه یاټاس ایریلنډ لوبډلې وګټلو او افغانستان ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه پر ورکړه، چې افغانستان لوبډلې په ټاکلو۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ لوبډلې ته ۲۳۵ هدف وټاکه، چې دا د کرکټ په شل اوریزه لوبو کې د افغان لوبډلې له خوا لومړیځل دی، چېیوې لوبډلې ته ۲۳۵ هدف ټاکی.
د افغانستان له لوری محمد نبی عیسی خېل او شهزاد محمدی په زړه پورې او زړه راښکوونکې لوبه وکړه، چې محمد نبی په ۳۰ توپونو د ۹ شپږیزو او ۶څلوریزو پر مټ۸۹ او شهزاد محمدی ۴۳ توپونو د ۵ شپږیزو، او ۶څلوریزو پر مټ۷۲ منډې وکړې.
دغه راز عثمان غنی ۲۳، سمیع الله شینواری۱۳ او اصغر ستانکزی ۱۲ منډې وکړې.
د لوبې په دوهم پاڼې کې ایرلنډ لوبډلې خورا تېزه او په زړه پورې لوبه وکړه او یوازې په لومړیو شپږو اورونو یا پاور پلې کېیې پرته د کومې ویکټې له لاسه ورکولو ۹۰ منډې وکړې.
ایرلنډی لوبغاړو د دوه لومړیو ویکټو تر غورځېدو وروسته هم په زړه پورې لوبه وکړه او هغه مهال یې چې منډې۲۰۰ ته ورسېدېیوازې پنځه لوبغاړییې سوځېدلی وو.
خو د راشد ارمان په زړه پورې توپ اچونې ایرلنډی لوبغاړی ورکړل شوی هدف ته رسېدو ته پرې نښودل او یوازې په خپل څلورم اور کېیې درې ایرلنډ لوبغاړی وسوځول.
په توپ اچونه کې راشد ارمان، ۳، کریم جنت، ۲، حمزه هوتک دوه، محمد نبی او شاپور ځدراڼیویو لوبغاړی له مخې لرې کړ.
ایرلنډی لوبغاړوټاکل شوی ۲۰ اورونه هم پوره ونه شوای لوبولی او ۱۹،۳ اورونو کېیې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۵ منډې وکړې او افغانستان دغه لوبه ترې د ۲۸ منډو په توپیر سره وګټله.
د دغه لوبې په ګټلو سره افغانستان د لومړیځل له پاره ایرلنډ لوبډلې ته په ۲۰ اوریزه لوبو کې درې صفر ماته ورکړه.
دا په ۲۰ اوریزه لوبو کې د افغان کرکټ ملی لوبډلې له خوا ۱۱ مه پرلپسې لوبه ده، چېګټییې او نړیوالو ریکارډټینګوی.
باید ویل شی، چې افغانستان تر دې وروسته له ایرلنډ لوبډلې سره پنځهیو ورځنۍیا۵۰ اوریزه او دغه راز یوهڅلور ورځنییاټېسټ لوبه لری، چې لومړی پنځوس اوریزه لوبه به یې د راتلونکې چهار شنبې د روانې کب میاشتې په ۲۵ نېټه تر سره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.