د ولسمشر ویاند: روسیه د اوسېدو لپاره بلاکونه جوړوی

- ۱۲ قوس ۱۳۹۱

د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکی وایی، چې روسیه په افغانستان کې د اوسېدو د کورونو لپاره بلاکونه جوړوی، څو په هېواد کې د اوسېدو د کورونو د کمښت ستونزه حل شی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې روسیې ته ولسمشر دوروستی سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشرانو ژمنه کړې وه چې د روسیې ـ افغانستان ترمنځ به د سوداګریزو او اقتصادی اړیکو د پراختیا لپاره یو کمېسیون جوړ شی.
هغه وویل، دغه کمېسیون څه وخت وړاندې جوړ شو چې د افغانستان له خوا یې مشر د اقتصاد وزیر عبدالهادی ارغندیوال او د روسیې له لوری یې د انرژۍ مرستیال وزیر پر غاړه لری او څه  وخت وړاندې دې کمېسیون یوه غونډه هم وکړه.
د نوموړی په وینا، د یاد کمېسیون د روسیې له خوا مشر کابل ته د دې کمېسیون د چارو په اړه د عملی ګامونو د اخیستو لپاره کابل ته سفر کړی و او له اقتصاد وزارت سره یې د کابل دکور جوړولو له پروژې سره په ګډه، په کابل کې یې د کورونو د جوړولو یو تړون هم لاسلیک کړ.
ښاغلی فیضی وویل، له دغه پلاوی سره ولسمشر کرزی په لیدنه کې وویل، چې افغانستان غواړی له روسیې سره خپلې اړیکې پراخې کړی او لېواله دی چې له روسیې سره ستراتېژیکې همکارۍ ولری؛ خو دا یې رد کړه چې ګواکې ولسمشر دې له روسیې سره د ستراتېژیک تړون او سند خبره کړې وی.
نوموړی زیاته کړه، روسیه په سیمه کې یو ستر هېواد دی او د افغانستان بهرنی سیاست هم د سیمې او هم د نړۍ له هېوادونو سره د دوستانه او ښو اړیکو غوښتنه کوی او په همدې اړیکو استوار دی.
هغه وایی، هیله من دی چې افغانستان له ګاونډیو او د سیمو له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولری او د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د ولسمشر ویاند وایی، دوی تل د دغسې هېوادونو په اړه، لکه ایران او امریکا چې خپل منځ کې ستونزې لری، غواړو چې افغانستان ورته د جګړې اوتشنج ډګر نه وی بلکې د همکارۍ ډګر وی.
ایمل فیضی زیاتوی، چې د همدې سیاست په لړ کې له روسیې سره هم ښې اړیکې غواړی.
د هغه په خبره، د ولسمشرکرزی او روسی پلاوی تر منځ د لیدنې مهم ټکی پوهنې، اقتصاد او لوړو زده کړې وې، چې روسی پلاوی ژمنه وکړه چې په روسیه کې د افغان محصلانو سهمیه او بورسونه ډېر کړی.
نوموړی وویل، چې دمګړۍ په روسیه کې له نهوسوو نه تر زرو تنو پورې افغان محصلین په روسیه کې په زده کړو بوخت دی او په راتلونکې کې به دغه شمېره نوره هم پراخه شی.
ښاغلی ایمل فیضی زیاته کړه، روسی پلاوی وویل چې په راتلونکې کې به د لوړو زده کړو په برخه کې د روسی متخصصانو یو پلاوی کابل ته راشی او د پولیتخنیک او د ولایاتو د پوهنتونونو په ګډون په هېواد کې د لوړو زده کړو وضعیت له نېږدې وګوری، ویې ارزوی او وګوری چې د ستونزو د لرې کولو لپاره روسیه په دې برخه کې څه مرسته کولای شی.
هغه وویل، د دې ارزونې او څېړنې په برخه کې به له افغانستان سره په همغږۍ روسیه پرېکړه وکړی، چې د لوړو زده کړو په برخه کې نورې څه مرستې کولای شی.
د ده په خبره، روسی پلاوی له اقتصاد وزارت سره داسې تړون هم لاسلیک کړ، چې له مخې به یې لومړی دکابل د کور جوړولو فابریکه رغوی او له هغې وروسته دا چې په کابل کې د اوسېدو د کورونو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړی، نو په کابل کې به د دې ستونزې د لرې کولو لپاره د اوسېدو کورونو لپاره بلاکونه جوړوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.