امریکا له افغانستان سره د سوداګریزو ستونزو هواری لپاره ګډ کار کوی

- ۰۹ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3د امریکا متحده ایالاتو د اوږد مهال لپاره د افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.
د امریکا متحده ایالات افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د همکاریو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا خبره هم کوی.
د جنګځپلو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ په برخه کې د امریکاځانګړی استازی مایکل دیلینی د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبری ناستې پر مهال وویل چې کابل ته‌یې د راتګ هدف دا دی چې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې امریکا په افغانستان کې اقتصادی ودې او د سوداګرۍپراختیا ته ژمن دی.
نوموړی وایی، د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې یو لړ ستونزې شته چې د هواری لپاره به‌یې د افغان حکومت سره په ګډه کار کوی.
ښاغلی دیلینی زیاتوی:
“دا اوونۍ زما حضور په کابل کې د دې لپاره دی چې د خپل حکومت له‌خوا د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړم چې موږ له دوی سره ولاړیو او د اقتصادی ودې او پراختیا تر څنګ د دغه هېواد د خلکو د ژوند ښه‌والی ته ژمن یو.”
ښاغلی دیلینی وویل، دوی به هڅه وکړی چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره د ظرفیتونو په لوړولو او د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له تېرو۱۶ کلونو راهیسې په بېلا بېلو برخو لکه د کرنې پراختیا، پانګونې، مالی مسائل او د افغانستان په اقتصاد کې د ښځو د ونډې په برخه کې شااوخوا یو بیلیونډالر مرسته کړې.
دغه هېواد له ۲۰۰۴ کال راهیسې د افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او ګډو همکاریو لپاره د ټیفا یا د سوداګرۍ او پانګونې د چوکاټ په نوم یو تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه تړون له مخې دواړه هېوادونه به د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د یو بل سره دوامداره همکارۍ کوی او هغه ستونزې او خنډونه چې په دې برخه کې موجود وی د حل لپاره به‌یې اقدامات کوی.
د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د امریکا له‌خوا د همکاریو تازه ژمنې هم د ټیفا یا د سوداګرۍ د پانګونې د چوکاټ له برخېڅخه دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسؤلین د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو مرستو او همکاریو ته هیله‌مند دی او په دې برخه کې د دغه هېواد مرستې مهمې او اغېزمنېګڼی.
د دغه وزارت مرستیال قربان حقجو وایی، هڅه به وکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو په همکارۍ سره د افغانستان سوداګری بنسټیزه او معیاری کړی تر څو وتوانېږی چې په ښه توګه د نړۍ له هېوادونو سره راکړه ورکړه ولری.
نوموړی زیاته کړه:
“په دې برخه کې هم د امریکا د متحده ایالاتو سره همکاری لرو چې د افغانستان سوداګری معیاری او بنسټیزه کړو چې زموږ صادرات د مارکېټ د غوښتنو سره سم لکه د اروپا او امریکا په شان اماده او صادر شی.”
دیادونې ده چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د ۹۴۷ میلیونهډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چېډېره ونډه په‌کې د امریکا وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.