د ولسی جرگی رئیس: سرپرست وزیران د وکیلانو په وړاندې له کینېډک چلند کوی

گزارشگر:سه شنبه 15 حمل 1396 - ۱۴ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان ولسی جرګېیوځل بیا له حکومته وغوښتل چې په وزارتونو کې دې د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسوی او ژر دې کاندید وزیران د باور رأیو اخیستو لپاره ورمعرفی کړی.
د ولسی جرګې رئیس وایی، د خلکو د کارونو د حل او د حکومتی دندو د اجرا پر وړاندې د سرپرست وزیرانو موضوع یوه جدی ستونزه ده.
عبدالرؤف ابراهیمی د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونده کې وویل سرپرست وزیران د وکیلانو او خلکو پر وړاندې له کینېډک چلند کوی نو ولسمشر باید په دې اړه پرېکړه وکړی او کابینه قانونی کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“سرپرست وزیران په رښتیا هم یوه جدی ستونزه ده، موږیوځل بیا له ولسمشره خواهش کوو چې کابینه معرفی کړی سرپرست وزیران له ټولو کینو او عقدو سره د وکیلانو او خلکو پر وړاندې چلند کوی چې دا د افغانستان په ګټه نه‌ده او ولسمشر مکلفیت لری چې کابینه قانونی کړی او د باور رأیې اخیستو لپاره نوې کابینه معرفی کړی.”
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسی جرګې نېږدې پنځه میاشتې وړاندې۱۶ تنه وزیران د ۷۰ سلنې بودجې د نه‌لګولو له امله استیضاح کړل چې اووه‌یې د دوی له‌خوا سلب صلاحیت شول.
حکومت دغه موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته ولېږله او سلب صلاحیت شویو وزیرانو ته‌یې د کار د دوام دستور ورکړ.
دغه‌‌شان د یو شمېر ریاستونو او ولسوالیو تر څنګ د کانونو او پټرولیم، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ، د قومونو او قبایلو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه هم وزیران نه‎‌لری او د سرپرستانو له‎‌خوا اداره کېږی.
د افغانستان د ولسی جرګې رئیس وایی چې د ولسی جرګې اداری پلاوی دوه ځلې له ولسمشر سره د کاندید وزیرانو د معرفی په اړه لیدنه کړې چې د هغه په وینا ولسمشر ورته ډاډه ورکړی چېډېر ژره به په دې اړه تصمیم ونیول شی.
کهڅه هم جمهوری ریاست په دې اړهڅه نه‌وایی، خو د حکومت اجرائیه ریاست وایی چې د کابینې په اړه په حکومت کې بحثونه روان دی او ډېر ژر به وروستی شی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“په حکومت کې د کابینې د وزیرانو په اړه بحثونه روان دی په دې موضوع پرمختګ هم شوی او پلان دی چېډېر ژر ټول نومونه نهایی شی، په ځانګړې توګه د هغو وزیرانو په اړه چې د پارلمان له‌خوا استیضاح شوی و، لا هم حکومت د سترې محکمې له ادرسه د اساسی قانون ۹۲ مادې تفسیر ته سترګې په لاره دی، کله چې هغه راورسېږی په دې اړه به بحثونه وروستی شی.”
بل‌خوا د ولسی جرګې غړی محمد علی اخلاقی وایی، په هغو وزارتونو کې چې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږی کارونه سم پر مخ نه‌ځی او خلک له ستونزو سره مخ دی چې حکومت باید دا ستونزه حل کړی.
د افغانستان ولسی جرګې د خپل سږنی تقنینی کال په پرانیست غونډه کې هم له ولسمشر غوښتی و چې د دوی د کار له پیل سره دې د هغو وزارتونو لپاره کاندید وزیران د باور رأیې اخیستلو لپاره وروپېژنی کوم چې د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.