د ارزګان اوسېدونکی: دولت دې د طالب په نوم ملکیان نه ځوروی

- ۱۹ حمل ۱۳۹۶

mandegarد ارزګان ګڼ شمېر اوسېدونکی وایی، دولت دې د طالب او ملکی خلکو ترمنځ توپیر وکړی.
دغه خبرې پرون د جمعې په ورځ په ارزګان مرکز ترینکوټ کې د مرکز ترینکوټ او ولسوالېو څخه راغلو قومی مشرانو په دې موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې او له دولت څخه وغوښتل چې د ملکې خلکو ژوند ته جدی پاملرنه وکړی.
د یاد ولایت قومی مشران وایی، دولت ورباندې د شپې تېر ځای درولی او نور له خپله ژونده ستړی شوی دی.
دوی وایی، په دې وروستیو کې د طالب په نوم د بهرنیو ځواکونو شپنیو چاپو او د افغان هوایی ځواک او توپچی بریدنو پرمهال ملکی کسان سخت زیانمن کړی او مرګ ژوبله ورته اړولې ده.
یو شمېر قومی مشرانو داسې وویل: “زما په کور کې د هاوان مرمۍ ولګېده چې څلور مږندی یې راټپیانې کړې، یوه مې لمسۍ وه، دغه مرمۍ د ملې اردو وه، تاسې راته ووایاست چې زه پر کومه ولاړشمه، زموږ په سیمه کې خو نه طالبان شتون لری او نه هم بله ترهګره ډله.”
​هغه وایی: «زما په کور باندې بهرنیو ځواکونو د شپې چاپه ووهله یو د یونیم سلو کالونو پلار یې راته مړی کړی او ځلور یې وروڼه را مړه کړه او د لوڼو لاسونه یې راته ماته کړه، ولې زموږ سره داسې کېږی. “
دا په سې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې له تېری اوونۍ څخه تر دامهال څه باندې ۲۰ ملکی کسانو ته دولت له خوا څخه مرګه ژوبله اوښتې ده چې نیمایی ښځې او ماشومان دی.
په ورته وخت کې د ارزګان امنیتی مسؤلین په دې اړه له څه ویلو ډډه کوی.
خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری دا منی چې ګڼې په دغه ولایت کې به ملکی تلفات رامنځ ته شوی وی خو وایی، هڅه کوی د ملکی تلفاتو مخه ونیسی او په خبره یې چې د دې لامل وسله وال طالبان دی چې د ملکی خلکو کورونه د سنګر په توګه کاروی.
ښاغلی وزیری زیاته کړه: “د دفاع وزارت پالیسی داده چې باید په هېڅ صورت کې ملکی کسانوته مرګه ژوبله وانه وړی، زموږ هدف و دغه ملکی کسانو ته دښه ژوند برابرول دی نه هغوی ته تاوان رسول.​“
له دې ټول سره سره د نظامی چارو کارپوهان وایی، افغان امنیتی ځواکو باید خپل استخپاراتی معلومات دقیق کړی ترڅو د ملکی تلفاتو مخ ونیول شی.
د پوځی چارو کاپوه عتیق الله امرخېل ازادی راډیو ته وویل: “که چېری دولت غواړی چې په سیمه کې پرمختګ وکړی ​نو د ملکی کسانو خیال دی وساتی او د هغوی زړ ونه دی خپل کړی.”
دیادونې وړ ده چې له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې په دې وروستیو جګړو کې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې سلګونه ملکی کسانو ته د افغان هوایی ځواک، توپچی بریدونو او ښخ کړل شویو مایونونو له کبله مرګ ژوبه اوښتې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.