د ننګرهار ولسونو پر داعشیان د وروستی درنې بمبارۍ هرکلی کړی

- ۲۷ حمل ۱۳۹۶

افغانستان او امریکایی چارواکی وایی، د پنجشنبې ماښام شاوخوا اووه بجې د بمونو مور به نوم تر ټولو قوی ترین بم د اچین ولسوالۍ د اسدخیلو سیمه کې د داعش ځواکونو پر مرکز استعمال شوی دی.
د دې ولسوالۍ خلک وایی، د دغې بمبارۍ اواز دومره زورور وو چې ټوله ولسوالۍ یې ولړزوله.
MANDEGARیو څو تنو په سیمه کې ازادی راډیو ته وویل: “خیالی: دا بم ډېر زورور وو، ځمکې او کورونه یې ټول ولړزول، بس یو دم درز شو نور موږ پوه نه‎شو خو غږ یې سخت زورور وو.»
اکبرجان: بیګاه چې د کوم بم چاودنه وشوه هلته یو سمڅه وه، هلته د دوی مرکزونه وو خو کله چې دا بم والوت ډېر قوی غږ وو، موږ خپله حیران شو چې دا څه وشو او هلته یوازې همدا داعش دی زموږ کورونه نشته هلته کورونه هم د دوی دی، فامیلونه هم د هغوی دی زموږ د عامو خلکو نه کورونه شته او نه مو مالونه شته.”
د همدې بمبارۍ په تړاو د اچین ولسوالۍ قومی مشرانو او د ننګرهار ولایتی شورا یو شمېر غړو هم خبری ناسته درلوده.
دوی دې خبری ناسته کې په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد وروستی هوایی بریدونه وستایل او له مرکزی چارواکو یې وغوښتل چې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی:
“ملک عثمان: کوم ځای کې چې دا بم استعمال شو هلته ټول داعش دی خلک ولې ورباندې سترګې پټوی، هلته ټول کورونه وران شوی، داعش چې راغی ټول کورونه یې سوری- سوری کړی وو، پوستې یې په کې جوړې کړې وې.
ذبیح الله زمری: «له نیکه مرغه چې دې بم کې یوازې داعش وژل شوی نور هېچاته زیان نه‎دی اوښتی خو یوه خبره مهمه ده زموږ د وطن دښمنان او د پاکستان استخبارات دا اوازه خپروی چې دا ازمایښتی بم و، دا نه ازمایښت و نه نمایشی و، موږ د دغسې عملیاتو ملاتړ کوو او غوښتنه کوو چې نور هم دوام ورکړی.”
بل‎خوا د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوګیاڼی وایی، د پنجشنبې ورځې په ماښام د دې قوی بم د استعمال په پایله کې درې سمڅې ویجاړې شوې چې په خبره یې دوی ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شاوخوا ۸۲ تنه داعش وسله وال په کې وژل شوی دی.
نوموړی وایی: “د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د مومند درې سیمه کې بهرنیو ځواکونو د افغان دولت سره په همغږۍ د داعش ځواکونو په مهم مرکز ځانګړی قوی بمبار وشو چې په کې درې سمڅې ویجاړې شوې په یوه سمڅه کې ۲۲ وسله‎وال وژل شوی او په دویمه سمڅه کې ۶۰ وسله‎وال وژل شوی او په درېیمه کې زموږ لا هم څېړنې روانې دی ممکن د تلفات شمېر نور هم لوړ شی چې وروسته به یې رسنیو سره شریک کړو.”
د خپرو شویو راپورونو له مخې په غیرې اټمی بمونو کې دا تر ټولو قوی ترین او لومړنی بم دی چې د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو سیمه کې د داعش پر مرکزونو استعمال شو.
د ولایتی ادارې د معلوماتو له مخې بهرنیو ځواکونو دا بم د افغانستان چارواکو سره په همغږۍ استعمال کړی او هدف یې ورڅخه د داعش د لویو مرکزونو ویجاړول وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.