بشری حقونه: روانه میاشت ګڼ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوی

- ۰۲ ثور ۱۳۹۶

د بشری حقونو یوې ډلې ویلی روانه میاشت ډېر شمېر بې اسناده کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوی دی.
د افغانستان لپاره د ناروۍ د کډوالو شورا د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی د اپریل میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې هره ورځ په اوسط ډول د شااوخوا زرو کسانو نومونه لیکلی چې له پاکستان څخه افغانستان ته تللی دی.
MANDEGARدا ډله وایی، په دې سره د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې ډېر والی راغلی دی.
د افغانستان لپاره د ناروۍ د کډوالو شورا مشرۍ کیټ اورورکی د یوې اعلامیې په خپرولو اندېښنه وښوده چې له سمو راجسترشویو اسنادو پرته افغان کډوال خوندی نه دی.
تېر کال له پاکستان څخه شااوخوا ۳۸۰زره راجستر شوی او ۲۲۵ زره ناراجستر شوی کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.