د ملی آجندا کنفرانس د افغانستان ولس لپاره ملی بلنه

- ۱۰ ثور ۱۳۹۶

د افغانستان اوسنۍ وضعیت:
د جمهوری ریاست وروستنی ټاکنه پروسه ، د تقلب سره په لاره واچول شو. لکه څرنګه چې له مخکی نه هم ، موږ د دی انتظار درلود ، یو ډار او تهدید ته بدل شو او په هیواد کې د بحران عامل او حامل وګرځید. د درې کلونو په تیریدو سره ، سیاسی بحران ، امنیتی ستونزی ، اقتصادی ټیټوالی ، دولتی فساد ، ناباورۍ ، هویتی تقابل ، د MANEGARنه مشروعیت ستونزه او د حکومت اداری کچې نشتوالی ، د دی سبب شو ، چې په تولییزه توګه حکومتی نظام لنګیدو ته نږدی او د هیواد بنسټ کمزوره شی.
د سولی او ثبات لاسرسی لید، له هرو وختونو څخه زیات د نه لاسرسی او تیاره توب په حال کې ده. د سیاسی عقلانیت کموالی ، د موجود حساسیتونو لپاره د لازم تدبیر او اراده نشتوالی ، د یو ملی او څرګند استراتیژی نشتوالی ، د هیواد د ستونزو حلولو لپاره د یوی نوی طرح نشتوالی په هیواد کې د ستونزو او بحرانونو د زیاتیدو له اصلی لاملونو څخه ګڼل کېږی.
علاوه تر دې ، د جګړی د جغرافیاېی بدلون ، د دولت په ننه کې نفوذ لاملونه (پنځمه ستنه) ، د افغانستان ځمکنی بشپړتیا ، کلک ډار سره مخامخ کړی ده ، چې د بد امنیو زیاتوالی د دغو واقعیتونو څرګندونکی دی او موجوده حکومت د هیواد امنیتی چاری مدیریت کې ډیر کمزور پاتی شوی دی.
د خلک اقتصادی وضعیت ډیر د اندیښنه وړ ده. دولت د میلیونو بیکارو خلکو لپاره د کار چوپړونو په برابرولو کې بریالی نه دی او د بیوزلۍ او بیکارۍ تر څنګ ، د مخدر توکی اعتیاد ، د ځوانانو تیښت ، د جنایتونو کچې زیاتوالی ، هیواد په یوه خطرناک وضعیت کې پاتی کړی دی. اداری فساد او د امنیت نشتوالی ، د خصوصی سکتور د فعالیتونو رکود لامل شوی ده او د پانګه اچوونی چاری درېدلی دی. که څه هم په تیره لسیزه کې ، میلیاردونو ډالر په هیواد کې لاس پر لاسه شو ، خو لا تر اوسه هم د افغانستان ستونزی حل ونشو او دوامداره اقتصاد بنسټ نه کیښودل شو.
موجود حالت لاملونو او سیاسی ستونزو ، مخکی له دی چې د هیواد پوړو څخه بهر وڅیړل شی ، د هیواد په ننه او په ځانګړی توګه په سیاسی چلند او نظام کې محسوس دی. د هر ډول شک څخه پرته ، د سیاسی چارواکو کاږه افکار ، د بحران دوام او د ولس اندیښنو سبب ګرځیدلی ده. د توافقی حکومت په واسطه د تړون لیک عمدی دور وهنه ، چې د ملی مصلحت پربنسټ د دواړو ائتلافی ډلو د مشروع سند په توګه لاسلیک شو، د دی لامل وګرځید ، چې یو ملی یووالی او مشروع حکومت رامنځته نشی او په هیواد کې د بی امنیتی لامل وګرځی.
د حکومت نه سنجول شوی سیاستونه د قومونو تر منځ واټن زیاته کړی ده او په پایله کې حکومت سره د خلکو باور کمزوره شوی ده. د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی ، د بشر د حقونو نقض ، د رسنیو ، ژورنالیستانو او د مدنی ټولنی فعالینو پر وړاندی تهدید او د قانون نه پلی کول ، د دولت له کمزورتیا څخه ده ،چې اوسنی بحران لازیات کړی دی. له بده مرغه په حکومت کې پریکړه نیونه ، د څو محدود کسانو لخوا نیول کیږی چې دغی محدود ډلی په هیڅ ډول د دی توان نلری چې د هیواد سیاسی چاری مدیریت وکړی. ځکه چې موجود سیاسی چاری مدیریت ، د تفکر او ملی لارښود پر بنسټ نه ده ، بلکه د عقده مندی ، قومی ، داخلی او بهرنی ستونزی او شخړی پر بنسټ تر سره شوی دی. د هیواد ملی شورا خپل مقام له لاسه ورکړی ده ، سیاسی ډلی او مدنی ټولنی په ملی پریکړو کې رول نلری ، چې دغه وضعیت په پوره توګه د الیګارشی نظام څیره په ګوته کوی.
د ټاکنیز نظام په سمون کې لاسه وهنه ، د پارلمانی راتلونکی ابهام او د اساسی قانون د تعدیل طرح تعطیل د افغانستان ولس له سترو اندیښنو څخه ده. د موجوده حالت دوام ، له هر اړخه چې وڅیړل شی ، په کلکه توګه د اندیښنه وړ ده ، که چیری لازم اقدامات او بیا کتنه تر سره نشی ، د افغانستان خلک به ډیر ستونزمن شرایطو سره مخامخ شی.
د ملی آجندا د صادقانه هڅو بنسټ په توګه:
ملی آجندا د افغانستان د سیاسی او فکری سیاست پوهانو د صادقانه هڅو بنسټ په توګه ویاړی ، تر څو د ملی اندیښنو او ستونزو په ګوته کولو او خپرولو په موخه ، چې کولای شی د هیواد د دوامدار سوله مند فضا راوړلو لپاره اغیزمن وی ، په مستمر توګه هڅه او هاند کړی دی. ملی آجند د بنسټ ایښودلو تر اوسه ، د سمینارونو ، کنفرانسونو او غونډو لاره اچولو له لاری ، د سیاسی ډلو چارواکو ، پوهانو ، روشن فکرانو ، دینی عالمانو ، استاذانو ، محصلینو او د خلکو د غړو ګدون سره ، ملی څیړنه په لاره اچولی ده ، تر څو د بېلابېلو فکری ډلو تر منځ د مفکورو راکړه ورکړه په واسطه رامنځته شوی بی باوری فضا بیا ورغول شی او د افغانستان خلک د غوښتنی سره سم ، د هیواد بحران او ستونزو لپاره لازم لاری چاری وموندل شی.
اوس مهال ملی آجندا د یوی پیژندل شوی او تجربه لرونکی حل لاری په توګه چې د څو کالو راهیسی د سیاست پوهانو له دقیق څیړنی څخه سرچینه اخیستی ده پر دی باور شوی دی ، چې د اوسنی بحران مخنیوی لپاره ، د یو ملی چتر رامنځته کول ده ، تر څو د یو ملی څیړنی ودی له لاری ، د باور فضا بیا ژوندی کړی او د ټینګښت د رسیدو لپاره وڅیړی. او دا د ارزښت پیژندنی او ملی حل لاری ته اړتیا لری ، تر څو وکولای شی لازم شرایط برابر کړی. د دغه حل لاره پایله به د یو ملی زعامت او دولت رامنځته کول وی ،کوم چې نشتوالی ېې د اوسنۍ ستونزی او بحران لامل شوی دی. دغه شرایط پر بنسټ ، موږ د یو استراتیژیک لیدلوری ته اړتیا لرو ، چې په رڼا کې یی د بحران وتلو لپاره لازم شرایط برابره شی.
نو د همدی اړتیا په نظر کې نیولو سره ، ملی آجندا تاکید لری تر څو پنځه فقره لرونکی طرح یی د هیواد د ستونزی حل لاری تیوریکی بنسټ په توګه د عمل ډګر ته واستول شی. دغه طرح هم د یو تیوری وړتیا لری او هم د یو استراتیژیک په توګه ده او د څو کلونو راهیسی ، بنسټونه ېې تر هلی ځلی لاندی نیولی شوی دی. په هغه ټولنه کې چې موخه ېې بیارغونه او بیا جوړونه وی ، نو ښه به دا وی ، چې تېوریکی بنسټونه ېې څرګنده او روښانه وی.
• د افغانستان خلک تر منځه ملی –مدنی غونډه
• د ملی څرګندی لیدلوری طرح او د یو واحد سیاسی استراتیژی جوړول.
• د باور تر لاسه کولو پروسه
• سیاسی سمونونه او په جوړښت کې بدلون راوړل
• د ملی دولت رامنځته کول
ملی آجندا باور لری چې د ولس اغیزمن غونډی پر بنسټ ، کولای شو د ځواک د عادلانه ویش له سره معرفی او ملی واقعی ګډون تضمین شی. نو د همدغه لاره په واسطه ، حساسیتونه لیری شی ، سیاسی یووالی رامنځته شی او د دغه ګډ باور په رڼا کې د اعتماد فضا رامنځته شی او ملی دولت له سره جوړه شی. نو له همدغه لاره څخه ، ځواک ترلاسه کیږی ، ټولنیز عدالت اعاده کیږی او دوامداره سوله د سیاسی ځواک په ډګر کې رامنځته کیږی. حکومت جوړول هغه داخلی سیاسی پروسه ده چې د ټولنی د اړتیاوی سره سم ، د ټولنیز تړونو پر بنسټ رامنځته کیږی.
د دغو واقعیتونو سره سم ، ملی آجندا د دغه بلنه اصلی محور په توګه ، لاندی ټکو باندی تاکېد کوی:
۱٫ د ملی آجندا باور دا ده چې د ټول ټاکنی نظام سمون او د ټاکنی کمیسیون جوړونه ،د قانونی لایحو او مهال ویش پر بنست ، د سیاسی ډلو او مدنی ټولنو غړو ګډون او څارنی سره سم د افغان ولس لپاره د منلو وړ ده.د قانونی توشیح پر بنسټ د نفوسو د دقیق شمیرو ثبت ، په افغانستان کې د یو عادلانه او روڼ ټاکنی له سترو موادو څخه ده.
۲٫ د نظام د سیاسی جوړښت بیا جوړونه او د ځواک عادله ویش له لاری د ملی زعامت او دولت رامنځته کول ، کوم چې د هیواد ټولییزو پریکړو رسیدو ته او همدارنګه د موجوده ستونزو حلولو لپاره یواځینۍ لاره ده. د ستونزو رسمیت پیژندلو سره د ځواک منطقی کول او په ځواک کې محروم ډلو ته ونډه ورکول د ملی آجندا له لوړو موخو څخه ده.
۳٫ ملی آجندا باور لری تر څو قومی ، مذهبی دیوالونو ماتی شی ، د اعتماد فضا رامنځته ، تر څو د ملی –مدنی خبرو اترو له لاری ، یو واحد ملی لیدلوری ته ورسیږو.
۴٫ ملی آجندا په دی باور دی چې سوله په افغانستان کې ، له هر څه نه مخکی ، یو داخلی ستونزه ده، د هیواد د سولی کلید ، زموږ د پوهانو په لاس کی ده ، تر څو په یوه ملی اجماع کې ، د سولی ټینګښت لپاره اراده وکړی. نو په دی اساس د مخالفینو لاس وهنه محدوده کیږی او سولی ته د رسیدو لار هواره کیږی. د سولی پروسی په لاره اچول ، د ټولنیز وفاق او اقتدار په نظر نیولو سره ، د ځواک دریځ له لاره څخه د امکان وړ ده او سولی ته لاسرسی ، د افغانستان ولس ته د یو پیژندل شوی ، څرګند او د منلو وړ میکانیزمونو ته اړتیا لری ، کوم چې وکولای شی د هیواد د ټولو غړو اساسی حقونو ، مدنی آزادی ، د ښځو حقوق او انسانی ارزښتونه په برابر او پوره توګه وساتی.
۵٫ موږ په دی باور یو تر څو د تروریزم پر وړاندی قاطع چلند شی او د دوست او دښمن تر منځ څرګنده تعریف موجود وی ، تر څو زموږ هڅی د دښمنانو په وړاندی د سنجولو وړ وګرځی. او د تروریزم خوشحاله ساتل سیاست لیری کیږدو کوم چې کلونو راهیسی د افغانستان ولس د دغه سیاست قربان شوی دی او د دښمن پر وړاندی کلک مقابله یواځینی لار بلل کیږی.
۶٫ ملی آجندا په دی باور ده چې په افغانستان کې فساد ، دولتی او لوی سیستماتیک فساد ده. د حکومت په ننه کې د فساد شتون ، نظام خرابوی او د هیواد سټی متزلزل کوی. د دولت فساد ، د جوړښت فساد ده کوم چې د دولت فساد روزونکی جوړښتونو څخه سرچینه اخیستی او ټولنی ته رسیدلی ده. اوسنی سیاسی نظام جوړښت ، ځواب نه ویوونکی ده ، سنجونه ، تفتیش او د ځواک مهارکول شتون نلری.
۷٫ ملی آجندا باور لری چې متوازن پراختیا او د افغانستان ټولو ښاریانو ته د وړ او برابر خدمتونه وړاندی کول ، د سیاسی ټینګښت لپاره ډیره اغیزمنه ده، دا هغه څه ده چې لا تر اوسه عملی شوی نه دی.
۸٫ د ملی غونډی او اړوند چارواکو سلا او مشوری سره سم ، د افغانستان د بهرنی سیاست بنسټ ایښودنه او د متعادل سیاست تدوین کوم چې د سیاسی عقلانیت او ملی ګټو سره سمون ولری ، له نړیوالو سیالیو او شخړو څخه د هیواد ساتل او د تروریزم پر وړاندی مبارزه کولو لپاره د لویو ځواکونو سره یوځای کیدنه د ملی آجندا تر ملاتړ لاندی ده.
۹٫ ملی آجندا د نړیوال ټولنی څخه غوښتنه لری تر څو په افغانستان د خپل ۱۷ کلونو تجربو سره ، دغه وار په ټول ټاکنه کې د خلک د طبیعی او واقعی غوښتنی څخه په کلکه توګه ملاتړ وکړی ، تر څو په افغانستان کې پر دموکراسۍ باندی د خلک باور بیرته ژوندی ، ملی دولت جوړ ، عدالت تامین او امنیت تینګ شی.
۱۰٫ ملی آجندا ژمن دی تر څو په راتلونکی ټاکنه کې ، د ملی زعامت ټاکنو کې ، پارلمانی ټاکنی ، ولایتی او ولسوالی شوراګانو کې په فعاله او مثبته توګه ونده ولری.
د دغه بلنه په خپریدو سره ، د افغانستان له ټولو وګړو څخه بلنه کیږی ،چې د هیواد د حساس وضعیت په پام کې نیولو سره ، هغه څه چې ملی آجندا د لاری چاری په توګه وړاندی کړی دی، خپل کلک ملاتړ اعلام کړی ، تر څو د یو ستر ملی چتر او د خبرو اترو خونه په توګه ، د ټولو وړتیاوو او کچو په کارولو سره ، د یادو شویو موخو پلی کولو لپاره هڅه وکړو او څرګند او کلک دریځ سره ، د اوسنۍ بدلونو او پېښو په هکله ، د هیواد د شته امکاناتو سره سم ، خپل هڅی او موخی پلی کړو. موږ ډاډ لرو چې نیولی شوی ټولی کړنی ، د دغه هیواد د سیاسی ، کلتوری او ټولنیزو پوهانو ، ښځو ، روشنفکرانو ، عالمانو ، جهادی قوماندانو او په ځانګړی توګه د هیواد ځوان نسل او د افغانستان ټول ولس له کلک او متین ارادی څخه پورته شوی ده ، کوم چې کولای شی د یو ټینګ نظام جوړښت ، د امنیت تینګښت او دوامدار سولی په لور د هېلی هینداره پرانیزی.
و من الله التوفیق
د ۱۳۹۶ لمریز کال د غوئی د میاشتی څلورمه

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.