هلمند کې د تازه ځای پر ځای شویو امریکایی سرتېرو مأموریت څه دی؟

- ۱۱ ثور ۱۳۹۶

هلمند کې چارواکی وایی، د امریکا تازه ورغلی سمندری عسکر به یوازې د ولایت د نظامی شورا د غوښتنې پر اساس، په پوځی عملیاتو کې مرسته کوی.
د امریکا د سمندری ځواک ۳۰۰ عسکرو شنبه په هلمند کې خپل اتلس میاشتنی مأموریت پیل کړ.
هغوی به د افغانستان امنیتی ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو پروګرامونه پر مخ بیایی.
MANDEGARد هلمند د والی د مطبوعاتی اړیکو مسئول زاهد اتل ازادی راډیو ته وویل چې دا عسکر به د لښکرګاه په ۳۵ کېلو مترۍ کې په شوراب پوځی اډه کې مېشت وی.
زاهد اتل زیاته کړه: «دا سمندری ځواک، شااوخوا درې سوه پوځیان دی چې په هلمند کې د شوراب په پوځی اډه کې ځای پر ځای شوی چې د افغان ځواکونو سره په مشورې او د تعلیم او تربیې په برخه کې او دلته د نظامی شورا په غوښتنه په یو شمېر عملیاتو کې همکاری ولری.”
د امریکا سمندری عسکر د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې هلمند ته تللی دی.
د اتل په وینا، په ګزمو او پیاده عملیاتو کې د هغوی د ګډون پرېکړه لا نه‌ده شوې.
زاهد اتل وویل: “د اوس لپاره د هغوی حضور یوازې په شوراب پوځی اډه کې دی، په ولسوالیو کې په مستقیم ډول د عملیاتو پلان نه‌شته، دوی به د عملیاتو په لړ کې، د ۲۱۵ میوند قول اردو او د پولیسو د ۵۰۵ بست زون له چارواکو سره په پلان جوړولو کې همکاری کوی او د غوښتنې سره سم به په هوایی برخه کې هم ملاتړ کوی.”
وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ د «منصوری» په نوم د عملیاتو د پیل اعلان وکړ او ویې‌ویل چې پر افغان او امریکایی ځواکونو به حملې وکړی.
امریکایی ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادی کال کې خپل پوځی مأموریت په هلمند کې ختم کړ.
په سیمه کې د ازادی راډیو خبریال وایی چې د هلمند باغران، دېشو، نوزاد، موسی‌قلعه، خانشین، ناوه، سنګین په بشپړ ډول له وسله‌والو طالبانو سره دی خو د ګرشک، نادعلی، مارجې او واشیر ولسوالیو ځینې سیمې لاهم د حکومتی ځواکونو په لاس کې دی.
د هلمند د مرکز لښکرګاه یو شمېر حوزې هم وسله‌والو طالبانو نیولی یا د حکومت او هغوی تر منځ لاس په لاس کېږی.
د فرانس پرېس خبری اژانس په حواله، لږ تر لږه ۳۰ زره کسان د جګړې له امله بې‌کوره شوی او لښکرګاه ته‌یې پناه وړې ده.
د څارونکو په باور، په هلمند کې د امنیت خرابېدل او د وسله‌والو طالبانو د نفوذ پراختیا په کندهار او ارزګان کې هم امنیت ته جدی ګواښ پېښولائ شی.
د امریکایی ځواکونو یو شمېر قوماندانان باور څرګندوی چې هلمند ته د ۳۰۰ سمندری عسکرو تګ بدلون راوستلئ شی.
اوس‌مهال په افغانستان کې تر اته زره او څلور سوه زیات امریکایی عسکر مېشت دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.