کوټس: د نړیوالو ملاتړ سره د افغانستان وضعیت خرابېدل ښایی دوام وکړی

- ۲۳ ثور ۱۳۹۶

د متحدو ایالاتو د ملی استخباراتو مشر وایی، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ له دوام سره-سره د افغانستان د امنیتی وضعیت خرابېدل ښایی دوام وکړی.
ډن کوټس «Dan Coats» په هغه راپور کې چې پرون یې د سنا د استخباراتو کمېټې ته وړاندې کړ د دولت کمزوری، د حکومت سیاسی ضعف، د ملی دفاعی ځواکونو نیمګړتیاوې، د وسله‎والو طالبانو فعالیتونه او سیمه ییزې لاسوهنې د افغانستان د روان وضعیت د ښه کېدو په وړاندې اصلی خنډونه وبلل.
MANDEGARښاغلی کوټس همدا راز وویل چې په مجموع کې د طالبانو د وسله‎والو فعالیتونو، د کمزورې پوځی مشرتابه، د پوځیانو د تېښتې او تلفاتو او د پوځی لوژستیکی نیمګړتیاوو له کبله ښایی د افغانستان ځواکونو عملیات هم کمزوری شی.
ښاغلی کوټس وویل، افغانستان ځواکونه به د خپلې بقا لپاره تر ډېره د نړیوالې ټولنې پر مالی مرستو متکی پاتې شی.
په وروستیو څو میاشتو کې چې په ټول هېواد کې جګړې تودې شوی افغانستانی چارواکو په وار-وار ویلی چې پر وضعیت بشپړ کنټرول لری او ټینګار کوی چې د طالبانو فعالیتونه یې شنډ کړی دی.
خو د ناټو پخوانی جګپوړی سلاکار او په مریلنډ ایالت کې دېره افغانستانی کارپوه شفیق همدم وایی، د افغانستان د روان وضعیت په اړه د امریکا د ملی استخباراتو راپور پر حقایقو ولاړ دی.
نوموړی وایی: «څرنګه چې دا راپور د استخباراتی سازمانونو له‎خوا برابر شوی، پر حقایقو ولاړ دی او له بلې خوا څرنګه چې امریکا د افغانستان سټراټیژیک همکار هېواد دی، ان د امکان په صورت کې غواړی ځینې موضوعات وخیم ښکاره نه‎کړی خو له دې سره-سره دوی په خپل راپور کې د افغانستان د وضعیت په اړه خورا زیات اندیښمن دی. “
د امریکا د ملی استخباراتو مشر په خپلو څرګندونو کې وویل چې وسله‎وال طالبان، که څه هم په ۲۰۱۶ کال کې د کوم ولایت په نیولو بریالی نه‎شول خو دوی په تېره د افغانستان په کلیوالو سیمو کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوی او دا پرمختګ یې ښایی سږکال هم روان وی.
ډن کوټس وویل، وسله‎والو طالبانو په تېرو دوو کلونو کې وروسته له دې چې مشران یې مړه شول وضعیت په اغېزمن ډول تر ادارې لاندې ساتلی دی او زیاته یې کړه چې په تېره په پلازمینه کابل او لویو ښارونو کې د امریکا او د امریکا د متحدانو پوځی پرسونل ته لا هم ګواښونه شته خو د داعش ډلې په اړه د امریکا د ملی استخباراتو مشر وویل چې د دې ډلې خراسان څانګه په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان ثبات او په دې هېواد کې د امریکا او د لویدیځو متحدانو ګټو ته یوازې د ټیټې کچې ګواښ رامنځته کولای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.