ټرمپ: د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې به امریکا د افغانستان څنګ کې وی

گزارشگر:سه شنبه 2 جوزا 1396 - ۰۱ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د ارګ ماڼۍ وایی چې د امریکا ولسمشر له خپل افغان سیال سره په لنډه کتنه کې ژمنه کړې چې متحده ایالتونه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان دولت او خلکو په څنګ کې وی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد وایی چې ډونالډ ټرمپ په دې کتنه کې له افغان ولسمشر سره ژمنه کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې به امریکا د افغانستان په څنګ کې وی.
ښاغلی ازاد زیاته کړه: “په دغه لنډه لیدنه کې چې د ولسمشر محمد اشرف غنی او ډونالډ ټرمپ ترمنځ وشوه، ښاغلی ټرمپ له امنیتی بنسټونو او افغان پوځیانو ستاینه وکړه او دا ژمنه یې د افغانستان له دولت سره کړې چې دوی به د دولت او پوځیانو ترڅنګ وی څو د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه همکاری ولری. ”
د نوموړی په خبره افغان ولسمشر له ډونالډ ټرمپ سره له کتنې سربېره د امریکا د ملی امنیت له سلاکار سره هم کتلی دی.
د ولسمشر غنی او ډونالډ ټرمپ ترمنځ لیدنه په ریاض کې د ۵۴ اسلامی او نورو هېوادونو د کنفراس په څنډه کې شوې ده.
د ریاض په ناسته کې ګډون کوونکې هېوادونو د ترهګرۍ پر

وړاندې د مبارزې د څرنګوالی په اړه بحث وکړ.
افغان ولسمشر او ډونالډ ټرمپ د لومړی ځل لپاره په خپلو کې وکتل، سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دواړو مشرانو په مختصر ډول له یو بل سره کتلی دی.
د خبرپاڼې له مخې ډونالډ ټرمپ په دغه کتنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه او د ولسمشر غنی له کلیدی اصلاحاتو ستاینه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.