پاکستان د بولدک- چمن تړلې پوله پرانیستله

گزارشگر:یک شنبه 7 جوزا 1396 - ۰۶ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3پاکستانی چارواکو د سپین بولدک او چمن تر منځ د تړلې لارې د پرانیستلو اعلان کړى دى.
دغه لاره ۲۲ ورځې وړاندې وروسته له هغې وتړل شوه چې د پاکستانی او افغان سرحدی پولیسو تر منځ نښته وشوه او په نتیجه کې یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د روانې مې میاشتې پر پینځمه نېټه وېش پولې ته نېږدې د ډېورنډ کرښې پر سر د افغان او پاکستانی سرحدی سرتېرو تر منځ په شوې نښته کې پاکستان لوری ته د ۱۰ تنو د وژل کېدو او شااوخوا څلوېښتو د ټپی کېدو خبر ورکړل شوى و او د افغان لوری ته د دوو تنو د وژل کېدو او دوو تنو د ټپی کېدو خبر ورکړل شوى و.
پاکستانی چارواکو د دې نښتې په عکس‎العمل کې له افغانستان سره د پولې پر سر د دوستۍ دروازه و تړله چې ۲۲ ورځې د هر ډول تجارتی لاریو او عامو خلکو پر مخ تړلې وه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې نن د شنبې په ورځ د پولې د خلاصېدو اعلان وکړ.
د «اى. اس. پی.ار» له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې د افغان چارواکو په غوښتنه یې د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر پرېکړه کړې چې دغه تړلې پوله پرانېزی او هغو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړی چې د پولې د تړل کېدو له امله له ستونزو سره مخامخ دی.
د چمن سوداګرو یې پر پرانیستلو خوښی څرګنده کړې ده.
د چمن د سوداګرو د اتحادیې مشر صادق اڅکزى وایی، د پولې تړل کېدو دوى ته لوى زیانونه ور واړول، ځکه نو د پولې په بېرته پرانیستنې ډېر خوشاله دی.
نوموړی زیاته کړه:
“۲۳ ورځې پاک- افغان پوله د هر ډول تجارت او تګ راتګ لپاره بنده وه، نن چې د ایف سی ملېشه ځواکونو په قلعه کې د عسکری او ملکی انتظامیې تر منځ کومه غونډه وشوه، په هغه کې د پولې پرانیستل کېدو پرېکړه وشوه، د دواړو غاړو تجاران ډېر خوشاله دی، ځکه د دواړو غاړو کاروبار ډېر اغېزمن شوى و.”
د پولې پر سر وروستۍ نښته هغه وخت پیل شوه چې د پاکستان د سرشمېرنې ادارې کارکوونکو د پوځی سرتېرو په بدرګه د ډېورند کرښې پر سر په دوو کلیو لقمان او جهانګیر کې سرشمېرنه کوله او ادعا یې کوله چې دا کلی د پاکستان په خاوره کې دی، خو افغان چارواکو ځکه له سرشمېرنې را وګرځول چې ویل یې پاکستان د دغو کلیو په هغو برخو کې سرشمېرنه کوله چې د افغانستان په خاوره کې دی.
«اى ایس پی ار» په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلی چې اوس یې د دغو کلیو په هغو برخو کې سرشمېرنه بشپړه کړې ده چې د پاکستان په خاوره پورې اړه لری.
اعلامیه وایی دواړې غاړې به د پاکستان له خوا اعلان شوی اوربند ته دوام ورکوی او د پولې پر سر به هېڅ ډول شخړه ونه زغمی.
په اعلامیه کې راغلی:
“پاکستان د چمن تر پېښې وروسته خپله خاوره تر کلکې څارنې لاندې نیولې او سرتېری به یې د دې نړیوالې پولې پر سر د پرتو کلیو په هغه برخه کې په امنیت ګومارلی وی چې د پاکستان په خاوره کې دی.”
افغان چارواکو هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوستۍ په نوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه دروازه چې د تېرو ۲۳ ورځو را په دېخوا تړلې وه خلاصول تائید کړی دی.
په سپین بولدک لسوالۍ کې د درېیم سرحدی زون کمیسار محمد شریف غرزی ازادی راډیو ته وویل چې نن درې بجې یې د پاکستانی سرحدی پولیسو د کمیسار له مرستیال سره په ګډه دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه کړه:
“نن پاوم کم درې بجې زه او د دوی منېجر دروازې ته ورغلو اول مو دقران شریف یو څو ایاتونه وویل بیا مو دروازه بې له کوم قید او شرط څخه خلاصه کړه.”
د دغه لارې د تړل کېدو له امله په زرګونه کسان چې ډېری یې ښځې ماشومان او ناروغان وو په دواړو خواوو کې بند پاتې و او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری هم په ټپه درېدلی وه.
په چمن کې تجاران وایی چې پوله د جمعې د ورځې د هغو مذاکراتو په نتیجه کې پرانیستل شوه چې د دواړو غاړو سرحدی چارواکو، دینی عالمانو، سیاسی او قومی مشرانو پکې ګډون کړى و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.