د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې فعالیت او ګټې یې

گزارشگر:یک شنبه 21 جوزا 1396 - ۲۰ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی د امریکا د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره ګډ کار به د پانګونې، باور رامنځته کېدو او د پانګونې د هڅونې په برخو کې مهم رول ولوبوی.
د دغې خونې ویاند صیام‎الدین پسرلی د شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان او امریکا مشترکه سوداګریزه خونه هر کال په امریکا کې د سوداګرۍ د توصل کنفراس جوړوی چې په‎کې د مهمو اقتصادی مسایلو په اړه بحث کېږی.
ښاغلی پسرلی وویل:
“د افغانستان او امریکا مشترکه خونه فعالیت کوی او هر کال په امریکا کې د تجارت د توصل کنفراس جوړوی چې ۱۱ کنفراس هم تر سره شو، عموماً له امریکا سره د پانګونې د ودې، اعتماد جوړونې او د پانګونې د هڅونې په برخو کې د دغې خونې رول اغېزمن دی.”
د ښاغلی پسرلی په خبره، که څه هم افغانستان له امریکا سره د لېرې واټن له کبله کمه سوداګریزه راکړه ورکړه لری، خو د پانګونې د جلب په برخه کې ګڼ کارونه شوی دی.
نوموړی وایی، دا مهال افغان سوداګرو په بېلابېلو برخو کې په امریکا کې پانګونې کړی او امریکا هم د هغو پروژو د تطبیق په برخو کې چې خصوصی سکټور پورې اړه لری، اغېزمن کار کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان پر امریکا سربېره له هند، ایران، تاجکستان او پاکستان سره ګډې سوداګریزې خونې لری.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایی چې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له ۲۰۰۵ مېلادی کال راهیسې فعالیت پیل کړی دی.
په ورته وخت کې د اقتصادی چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د مشترکې خونې فعالیت ګټور بولی، خو د هغو پرېکړو پر عملی کېدو ټینګار کوی چې د دواړو هېوادونو تر منځ په مشترکو اقتصادی کنفراسونو کې کېږی.
د اقتصادی چارو کارپوه عبدالقادر جیلانی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې له جوړېدو هرکلی کوو، د هغې فعالیت ګټور تمامېدای شی، خو تر کومه چې زه شاهد یم، هغه پرېکړې چې په غونډو کې یې کېږی، نه عملی کېږی.”
ښاغلی جیلانی ټینګار کوی چې که په افغانستان کې سوله ټینګه شی او د دواړو هېوادونو په ناستو کې شوې ژمنې عملی شی، افغانستان به له اقتصادی پلوه پر ځان بسیا شی او دغه شان به په زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.