احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





پاکستان سره د کاری ډلې د ناستې پایلو ته د ارګ هیلې او بې باوری

گزارشگر:سه شنبه 23 جوزا 1396 - ۲۲ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3ولسمشرۍ ماڼۍ وایی که څه هم سلو په سلو کې باور نه‎لری چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره رښتینې همکاری وکړی خو هیله لری چې د دواړو هېوادونو د کاری ډلو له ناستې وروسته ښې نتیجې ترلاسه شی.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د پاکستان په اړه د نړیوالو د لیدلوری تر بدلون وروسته نوموړی هېواد د ترورېزم پر وړاندې مبارزې سره له افغانستان سره له همکاری پرته بله لار نه‎لری.
دی وایی، په دې برخه کې افغانستان یوازې د پاکستان په ژمنو تکیه نه‎کوی بلکې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له نورو لار چارو هم کار اخلی.
ښاغلی ازاد زیاته کړه:
“افغانستان اوس مهال په دې باور دی چې پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له همکارۍ پرته بله لاره نه‎لری، له همدې امله افغانستان هیله لری چې شاید د پاکستان حکومت دا ځل د ترورېزم په وړاندې عملی او رښتینې مبارزه وکړی خو افغان حکومت یوازې په دا ډول ناستو او ژمنو تکیه نه‎کوی.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې کابل د افغانستان او پاکستان د کاری ډلو د ناستې کوربه وی.
د امریکا استخباراتی چارواکی: پاکستان د ترهګرو په ځپلو کې ناکامه شوی
شی: چمتو یو چې د افغانستان،پاکستان،امریکا او چین د غونډې کوربه توب وکړو
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، دا ناستې د ترورېزم په وړاندې د اقداماتو د همغږۍ او د تروریستی شبکو د له‎منځه وړلو په هدف په کابل او اسلام‎اباد کې جوړېږی.
ویل کېږی چې د دواړو هېوادونو د کاری ډلو د دې ناستو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غنی او د لومړی وزیر نوازشریف ترمنځ د شانګهای د همکاریو د سازمان د ناستې په څنډه کې موافقه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغانستان حکومت په وارـ وار پاکستان د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې رښتینې مبارزې ته رابللی دی.
دوه کاله وړاندې د کابل د شاه شهید له خونړۍ پېښې وروسته ولسمشرمحمد اشرف غنی له پاکستان سره په خپل چلند کې بدلون راوست او له دې هېواده یې جدی غوښتنه وکړه چې په خپله خاروه کې د تررویستانو مرکزونه له‎منځه یوسی.
له هغې راورسته تر دې دمه د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلی دی او افغان حکومت په څو ځلی پاکستان په افغانستان کې د بېلابېلو تروریستی پېښو مسؤل بللی خو پاکستان دا تورونه رد کړی دی.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان د دواړو هېوادونو د کاری ډلو ناستې د افغانستان په ګټه بولی وایی چې دا هېواد باید د فعالی ډیپلوماسۍ په درلودلو سره د پاکستان په اړه د نړیوال لید لوری تر بدلون وروسته د پاکستان په نسبت ګټه وکړی.
له ډلې داود رواش له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل:
“ډیپلوماټیکې لارې، بحثونه او د سیمې او نړۍ په کچه خبرې اترې د افغانستان اوسنی وضعیت ته په کتو د افغان حکومت ته جدی اړتیا ده، مهم بحث دا دی چې افغانستان وتوانېږی چې یوه فعاله ډیپلوماسی ولری او داسې وړاندیزونه وکړی چې په کې خپل هدف سولې او ثبات ته ورسېږی.”
ولسمشرۍ ماڼۍ وایی چې افغانستان د یوې فعالی ډیپلوماسۍ په درلودلو سره توانېدلی چې په نړیواله کچه په پاکستان فشار راوړی او د نړیوالو پام دې بحث ته راوړی چې پاکستان له ترهګرۍ څخه ملاتړی هېواد دی.
د حقوقی چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وایی، افغان حکومت حق لری چې خپل سیاست په هر ډول تنظیم کړی خو په دې شرط چې د نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې نه‎وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.