مسلمیار: معلومه دې شـی چې څـوک ملی شورا کـې له مخالفینـو سره لار لری

گزارشگر:چهارشنبه 31 جوزا 1396 - ۳۰ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وایی، کشفی او امنیتی ادارې باید معلومې کړی چې د دوی کوم مامورین له وسله‎والو مخالفینو سره لاس لری.
فضل هادی مسلمیار د سې شنبې په ورځ د سناتورانو له اندېښنو وروسته وویل، کوم مکتوبونه چې له ځنیو ارګانونو دوی ته رسیدلی د سناتور یا وکیل نوم نه‎دی اخېستل شوی بلکې یوازې ویل شوی چې د دوی دوه مامورین له وسله‎والو مخالفینو سره اړېکې نیولۍ دی.
نوموړی وایی:
“موږ ته چې کوم مکتوب راغلی دی په هغه کې نه سناتور معرفی شوی نه هم د کوم وکیل نوم اخېستل شوی، بلکې یوازې دوه مامورین معرفی شوی دی چې له وسله‎والو مخالفینو سره ټیلیفونی اړیکې لری او زموږ له‎خوا هم حکومتی ارګانونو ته لارښوونه شوې ده چې خپلې پلټنې وکړی، حکومت باید دا موضوع ثابته کړی او که‎نه موږ مکتوب کې هم لیکلی چې دا موضوع به همداسې نه پریږدو، موږ هم په‎دې برخه کې تر یوه حده پلټنې کړی چې دا ادعا په چا ده او تقریباً ۶۰ فیصده دا موضوع شوې ده او زموږ تر تعقیب لاندې ده.”
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسی جرګې غړیو وویل چې د دغې جرګې د دارالانشا له لوری ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکیل یا سناتور قصد لری چې انتحاری د پارلمان ودانۍ ته دننه کړی.
د ولسی جرګې د دغو څرګندونو په اړه د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومې غونډه کې سناتورانو بېلابېل غبرګونه درلودل.
سناتور فرهاد سخی وویل، کومو کسانو چې دا ډول څرګندونې کړی باید د خپلو ادعاو د ثابتونو لپاره دغه کسان مشخص کړی.
دی وایی:
“پوښتنه دلته ده چې ولې دا کسان نه مشخصېږی، کوم وکیل یا سناتور صیب دی، کله چې داسې اندېښنې د سناتورانو یا وکیلانو په ذهنونو کې پیدا کړی تاسې وګورئ نن د سنا په مجلس کې څو محدود کسان راغلی دی کوم چا چې دا څرګندونې کړی باید وغوښتل شی او ترې پوښتنه وشی.”
له بلې‎خوا یو شمېر نورو سناتورانو وویل چې د ملی شورا له داخله په لومړی ځل د داسې ګواښ خبرداری ورکول کېږی او باید دا موضوع جدی ونېول شی.
سناتوره نجیبه حسینی په‎دې اړه وایی:
“پخوا چې کوم مکتوبونه راتلل اکثره ګواښونه له بهره ملی شورا ته متوجه و خو دا ځل دا ګوښونه د ملی شورا له داخله دی او زما وړاندیز دا دی چې دا مسئله جدی ونیول شی او له کومې مرجع څخه چې دا مکتوبونه راغلی باید ثابت کړی.”
د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست حق ‎نواز حقیار هم تېره ورځ ملی شورا ته د ورپېښو ګواښونو د پخلی ترڅنګ وویل چې د شورا شاوخوا یې جدی امنیتی تدابیر نیولی دی.
د افغانستان ملی شورا ته امنیتی ګواښونو خبرې په داسې حال کې کېږی چې په‎دې وروستیو کابل د خونړیو پېښو شاهد و.
نېږدې دوه کاله وړاندې هم د ملی شورا په پخوانۍ ودانۍ باندې ۷ انتحاریانو ډله‎ییزه حمله وکړه چې په کم وخت د شورا د ساتونکو له لوری، وکیلانو ته له کوم زیان اړولو پرته له ‎منځه یوړل شول.
خو دا مهال یو شمېر سناتوران خبرداری ورکوی، که د افغانستان ملی شورا ته ورپیښ ګواښونه سطحی ونېول شی او په اړه یې جدی پلټنې ونه شی راتلونکی کې به ناوړې پایلې ولری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.