فېـــــروز: د هېواد ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ روغتیایی مرکزونه جوړېږی

گزارشگر:یک شنبه 11 سرطان 1396 - ۱۰ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایی چې سږکال یې هغو ولایتونو ته ډېره پاملرنه کړې، د کومو چې اوسېدونکی یې له ګڼو روغتیایی ستونزو سره مخ دی.
فېروزالدین فېروز د شنبې په ورځ د افغانستان د ۱۸ ولایتونو لپاره د روغتیایی خدمتونو د زیاتولو په هدف ۱۹ بېلابېل تړونونه لاسلیک کړل چې په وینا یې، له‎مخې به یې روغتیایی خدمتونه تر ۸۰ سلنه ډېر شی.
دی وایی چې په دغو پروژو شپږ میلیارده افغانۍ لګښت راځی چې د نړیوال بانک له‎خوا ورکول کېږی.
ښاغلی فیروز وویل:
“په دغو ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ روغتیایی مرکزونه جوړېږی او څنګه مې چې ژمنه کړې وه، له ۸۰ فیصدو ډېر خلک به خدمتونو ته لاس‎ رسی ولری او له عملی کوونکو مې هیله دا ده چې خلکو ته په ښه کیفیت خدمتونه ورسوی.”
د نویو تړونونو له‎مخې، په لېرې پرتو ۱۸ ولایتونو کې د ۲۰۰ روغتیایی مرکزونو جوړول، د ۱۷۰ روغتیایی مرکزونو د خدمتونو لوړول او په دغو ولایتونو کې د روغتیایی کارکوونکو په امتیازاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی شامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته د نه لاس رسی له امله شکایت لری او وایی چې ځینی روغتیایی مرکزونه نه‎لری او په ځنیو نورو کې بیا د خدمتونو وړاندې کولو کچه ډېره تیټه ده.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له‎مخې، په هېواد کې د روغتیایی مرکزونو شمېر له ۲۰۰ څخه ۲۰۰۰ ته رسېدلی او خدمتونه یې هم تر پخوا پراخ شوی دی.
د ولسی جرګې د روغتیایی چارو کمېسیون که څه هم له نویو دغو پروژو هر کلی کوی، خو وایی چې په لوړه کچه فساد د دې سبب کېږی چې دا هدف تر خلکو ونه رسېږی.
د دغه کمېسیون مشر مجیب‎الرحمان څمکنی ازادی راډیو ته وویل، په کار ده چې د پروژو د عملی کولو پر وخت د پروژو له کیفیت څخه سمه څارنه وشی.
ښاغلی څمکنی وویل:
“دا ډیرې پیسې دی، که دا پیسې او تړونونه په خپل ځای ولګېږی او پرې څار موجود وی، د روغتیا په برخو کې به د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شوی وی، خو که د تېر په څېر دا تړونونه وزیر او مرستیالانو ته ورسېږی او پرې څار نه وی، نو بیا پیسې ورک کېږی چې خلکو ته به یې هېڅ خیر ونه رسېږی.”
ښاغلی څمکنی وایی، په عامې روغتیا وزارت کې فساد د دې لامل شوی چې خدمتونه ګران او خلکو ته په سختۍ ورسېږی.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، له تېرو دوو کلونو راهیسې روغتیایی خدمتونه پراخ شوی او په نویو تړونونو سره به لا پراخ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.