ولسی جرګه: هغو وزیرانو چې سمه بودجه‌یې نه‌وی لګولې بې‌واکه به شی

گزارشگر:سه شنبه 13 سرطان 1396 - ۱۲ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان ولسی جرګه د حکومت له‎خوا د پراختیایی بودجې په کم مصرف انتقاد کوی او ګواښ کوی چې کومو وزیرانو چې له پلان سره سمه بودجه نه‌وی مصرف کړې د بې‌واکه کېدو له برخلیک سره به مخ شی.
د دغې جرګې لومړی مرستیال همایون همایون چې د دوشنبې په ورځ‌یې د جرګې مشری کوله له مالیې وزارت نه وغوښتل چې د اوړی له رخصتیو وړاندې په دې اړه دوی ته بشپړ راپور وړاندې کړی.
نوموړی وایی:
“زه د مالیې له وزیر نه هیله کوم، څومره چې ژر کولای شی، د شپږو میاشتو د بودجې د لګښت راپور دې ملی شورا ته وړاندې کړی، څو له رخصتیو وړاندې یې په اړه تصمیم ونیول شی، له وزارت‎خانو نه هم زما جدی غوښتنه ده، په هغه صورت کې چې بودجه مصرف نه‎شی، یو ځل بیا به وزیران لکه پخوانی هغه د بې‌صلاحیته کېدو له برخلیک سره مخ شی.”
ښاغلی همایون زیاته کړه، هغه وزیران چې د ولسی جرګې اړوند کمېسیون ته رابلل شوی، وکیلانو ته‌یې ویلی چې د ملی تدارکاتو په کمېسیون کې ستونزې د انکشافی بودجې د کم مصرف لامل شوی دی.
د یادونې ده چې تېر لمریز کال هم د افغانستان ولسی جرګې د کابینې اووه وزیران له دې امله چې د کال تر پایه پورې یې ۷۰ سلنه پراختیایی بودجه نه‌وه مصرف کړې سلب صلاحیت کړل.
خو حکومت ته د ولسی جرګې دا پرېکړه د منلو نه‎وه او مسئله‌یې سترې محکمې ته راجع کړه چې تر اوسه‌یې برخلیک نه‎دی معلوم او اکثره یاد وزیران لا هم خپلې دندې ترسره کوی.
د افغانستان مالیې وزارت وایی چې په ټوله‌ییز ډول حکومت ۱۹ فیصده انکشافی بودجه مصرف کړې او په نېږدې ورځو کې به دغه راپور ولسی جرګه ته وسپاری.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی ازادی راډیو ته وویل، دوی هره اوونۍ په دې اړه کابینې او ملی شورا ته راپورونه ‎لېږی.
ښاغلی عبدالرحیم‌زی زیاته کړه:
“موږ د بودجې د مصرف مسئله په هفته‌وار ډول په خپل وېب‎سایټ کې خپروو چې کومې ادارې څومره مصروف کړې، کابینې او ملی شورا ته راپور ورکوو، دا کومه پټه مسئله نه‎ده، په میاشتنی ډول د ملی شورا اړوند کمېسیون ته د بودجې د مصرف راپور ورکوو او هم به د دوی له غوښتنې سره سم دغه راپور ولسی جرګې ته وسپارو.”
ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوی مالیې وزارت له وزارتونو او اړوندو ادارو سره یوه مشترکه کمېټه رامنځته ‎کړې، څو د پراختیایی بودجې د مصرف په برخه کې په شته ستونزو بحث وکړی.
د ولسی جرګې ځینی غړی وایی، د پراختیایی بودجې د کم مصرف له امله حکومت نه‎دی توانېدلی چې خلکو ته په خپل وخت خدمتونه وړاندې کړی.
د افغانستان د مالیې وزارت وایی چې حکومت دغه موضوع جدی نیولې او په پاتې دوو ربع کې به وتوانېږی چې له پلان سره سم پراختیایی بودجه مصرف کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.