گزارشگر:چهار شنبه 11 اسد 1396 - ۱۰ اسد ۱۳۹۶
د «بېپولې ډاکترانو روغتیایی سازمان» یا «MSF» په افغانستان کې خپلو روغتیایی خدمتونو ته پراختیا ورکوی.
«ام. اس. اف» یا د بېپولې ډاکترانو سازمان وایی، په افغانستان کې روغتیایی اړتیاوو ته په کتو غواړی په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړی.
د دې سازمان د روغتیایی چارو د همغږۍ د برخې مرستیال ډاکتر ولیالله د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د بېپولې ډاکترانو سازمان څه باندې یوه اوونۍ وړاندې په کندز کې د ټپیانو د درملنې لپاره یو بېبستره روغتون جوړ کړی او دغهشان غواړی چې په نورو ولایتونو کې هم خپل فعالیتونه وغځوی.
نوموړی زیاته کړه:
“په کوم ځای کې چې ضرورت وی او خلک روغتیایی خدماتو ته لاسرسی ونهلری، دې اړتیاوو ته په کتو موږ خپل خدمات غځوو چې ښه بېلګهیې د جولای په ۲۲مه موږ په کندز کې د ټپیانو د درملنې لپاره یو غیر بستریز روغتون جوړ کړ او صرف «OPD» خدمات موږ ترسره کوو.”
د نوموړی په خبره نا امنی د دوی د فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ دی.
د بېپولې ډاکترانو خپلواک روغتیایی سازمان یا «ام. اس. اف» په ۱۹۸۱ میلادی کال کې په افغانستان خپل فعالیتونه پیل کړل، خو په ۲۰۰۴ کال کې کله چې د دوی پنځه کارکوونکی په بادغیس ولایت کې ووژل شول، دوی له افغانستان نه ووتل.
دغه روغتیایی سازمان په ۲۰۰۹ میلادی کال کې یو ځل بیا په افغانستان کې خپل روغتیایی خدمتونه پېل کړل چې اوسمهال د افغانستان په پنځو ولایتونو کابل، کندز، کندهار، هلمند او خوست کې شپږ بېلابېل روغتیایی مرکزونه لری.
د دغه روغتیایی سازمان د معلوماتو له مخې د دوی فعالیتونه تر ډېره په نا امنو او هغو سیمو کې دی چې خلک روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نهلری.
په افغانستان کې «ام. اس .اف» فعالیتونه د ۲۳۰۰ تنو افغان او ۱۰۰ تنو بهرنیو کارکوونکو لهخوا پر مخ وړل کېږی.
د بېپولې ډاکترانو خپلواک سازمان یوازې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې له شپږو لکو څخه زیاتو کسانو ته په افغانستان کې بېلابېل روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کې په کندز کې د بېپولې ډاکترانو پر یو روغتون د امریکایی ځواکونو د هوایی حملو په نتیجه کې ۴۲ کسان ووژل شول چې د بېپولې ډاکترانو سازمان دا حمله یو جنګی جنایت وباله او په دې اړهیې د پلټنو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د هغې ژمنې له مخې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د بېپولې ډاکترانو د سازمان ترمنځ شوی دغه سازمان به په کندز ولایت کې یو مجهز روغتون جوړوی او په نورو ولایتونو کې به هم خپل فعالیتونه پراخوی.
د دغه وزارت ویاند وحید مجروح ازادی راډیو ته وویل:
“«ام. اس. اف» د روغتیا په برخه کې د عامې روغتیا وزارت یو ډېر مهم همکار دی چې په تېرو ۱۵ کالونو او له هغه نه وړاندې یې هم د روغتیا په برخه کې همکاری لرله، د نوې هوکړې له مخې دوی د وزارت سره ژمنه کړې چې خپل فعالیت به دوامدره ساتی او په کندز کې به یو ډېر مهجهز روغتون هم جوړوی.”
ښاغلی مجروح وایی، د عامې روغتیا وزارت د یاد سازمان فعالیتونو ته د قدر په سترګه ګوری او هرکلی یې کوی.
د ده په خبره د عامې روغتیا وزارت هڅه کوی چې د «ام. اس. اف» سازمان د فعالیتونو لپاره ښې اسانتیاوې برابرې کړی څو د دغه سازمان فعالیتونه نورو سیمو ته هم پراخ شی.
Comments are closed.