لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر: خصوصی پوهنتونونه به په جدی توګه و ارزول شی

- ۱۶ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایی، په هېواد کې فعال خصوصی پوهنتونونه، به په جدی توګه وارزوی.
که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د خصوصی پوهنتونونو شمېر مخ په زیاتېدو دی، خو د لوړو زده کړو وزارت وایی، په دغو پوهنتونونو کې یو شمېر داسې دی چې فعالیتونه یې د کیفیت د ټیټوالی له امله، د اندېښنې وړ دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر عبدالطیف روښان وایی، د یاد وزارت مشر تابه تصمیم نیولی چې په نېږدې راتلونکی کې، د هېواد ټول خصوصی پوهنتونونه د کیفیت له پلوه په جدی توګه وارزوی او درجه بندی یې کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“د لوړو زده کړو د خصوصی موسسو بررسی زموږ جدی اندېښنه ده، موږ غواړو چې خصوصی پوهنتونونه په جدی توګه بررسی کړو، په دوی کې داسې پوهنتونونه شته چې زحمت یې ایستلی او ښې نتیجې یې ورکړی دی، ځینې لږ څه ستونزې لری او ځینې داسې دی چې ستونزې لری او وړ نه دی، د دې لپاره مو تصمیم نیولی چې په نېږدې راتلونکی کې یې ارزونه ترسره او ښه او ناسم سره بېل.”
ښاغلی روښان دا خبره د یکشنبې په ورځ په کابل کې، د “عدالت د ټولو لپاره “د مدنی ټولنې لخوا، د کانکور په ازموینه کې د لسو غوره بریالیو محصلینو په ستاینغونډه کې وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې شااوخوا اتیا خصوصی پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالې شوې دی.
د یادونې ده چې په تېره کې، د ځینو خصوصی پوهنتونونو محصلینو له ازادی راډیو سره په خبرو کې، د خصوصی پوهنتونونو د علمی او مسلکی تجهیزاتو له کموالی شکایتونه کړی دی.
په ورته وخت کې د یو شمېر خصوصی پوهنتونونو مسؤلین وایی، دوی د لوړو زده کړو په برخه کې د حکومت له اوږد تر ډېره د روند بار ښکته کړی او که مرستې ورسره وشی، کیفیت به یې په لږه موده کې د قناعت وړ شی.
په کابل کې د اشنا پوهنتون رئیس عبدالله واحدیار ازادی راډیو ته وویل:
“په افغانستان کې خصوصی پوهنتونونه په مجموع کې نسبتاً ښه فعالیت لری، ښایی داسې هم په کې وی چې معیاری نه وی، خو په ډاډ سره ویلی شم، که له خصوصی سکټور سره مرسته وشی، دغه پوهتونونه کولی شی چې باکیفیته زده کړې محصلینو ته وړاندې کړی.”
بل خوا یو شمېر محصلین چې اقتصادی وضعیت یې ښه نه دی او دولتی پوهنتونونو ته یې لار نه ده موندلې، د خصوصی پوهنتونونو له لوړو فیسونو څخه هم شکایت کوی.
د لوړو زده کړو وزارت وایی، د خصوصی پوهنتونونو د کیفی ارزونی ترڅنګ به، د دوی مالی ارزونې هم وشی او په اړه به یې تصمیم ونیول شی.
هېره دې نه وی چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د خصوصی پوهتتونو ریاست پخوا تر دې هم د خصوصی پوهنتونو د ارزونې خبره کړې وه او ویلی و چې یو شمېر هغه پوهنتونه چې معیاری نه و د دوی له خوا تړل شوی دی.
د دې تر څنګ مسؤلینو په خصوصی پوهنتونونو کې د خیالی محصلینو د موجودیت خبره هم منلې وه او ویلی و چې د دغو محصلینو او اړوندو تحصیلی ادارو په وړاندې به هم جدی اقدام کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.