په کابل کې د ملګرو ملتونو ویاند: ملګری ملتونه یوازې د بین الافغانی خبرو زمینه برابروی

- ۲۶ قوس ۱۳۹۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وایی، چې د بین الافغانی خبرو اترو لپاره به ډېر ژر دویمه ناسته پیل شی.
دغه دفتر ویلی، د ټولو هغو هڅو هرکلی کوی، چې د نړۍ په هر هېواو او هره سیمه کې د افغان سولې په اړه کېږی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاند نظیف الله سالارزی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې دوی له په هېواد کې له شته مدنی ټولنو، سیاسی ګوندونو، د ښځو د ټولنو او د رسنیو له استازو سره په یوې غونډه کې په دې بحث کړی و او د هغوی نظرونه یې اخیستی ول، چې د بین الافغانی ناستې دویمه غونډه څنګه تر سره شی.
هغه وویل، د دې غونډې موخه دا وه، چې څنګه افغانان وکولای شی، چې په یوه غیر رسمی چوکاټ کې د خپل راتلونکې په اړه بحث وکړی او خپله راتلونکې وټاکی.
نوموړی زیاتوی، په دې ناسته کې د ګډونوالو ټینګار دا و، چې دغه خبرې اترې باید په افغانستان کې تر سره شی.
ښاغلی سالارزی زیاتوی، که څه هم  چې ګډونوالو پر افغانستان سربېره د ترکمنستان او یوشمېر نورو هېوادونو وړاندیز هم کاوه، چې باید په کې دغه بین الافغانی خبرې تر سره شی؛ خو ویې ویل، چې په دې اړه لا تر اوسه نهایی پرېکړه نه ده شوې.
د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړه، چې ښایی یاده غونډه د راتلونکې کال په لومړیو کې تر سره شی.
هغه وویل، په دې ناسته کې به ټول هغه ډلې او خواوې ګډون ولری، چې په خبرو اترو کې برخه ولری.
د نوموړی په خبره، چې د دوی د اړیکو پر بنسټ هیله من دی، چې په دې ناسته کې به د حکومت مخالفان هم شتون ولری؛ خو د دې لپاره چې یوشمېر د خبرو ګډونوال نشی کولای کابل ته راشی، ښایی دغه غونډه له هېواده بهر په کوم بل ځای کې تر سره شی.
د ملګرو ملتونو ویاند نظیف الله سالارزی په پاریس کې د افغان کشالې په اړه د بین الافغانی ناستې ته په کتو وویل، چې د ملګری ملتونه د ټولو هغو ناستو او هلو ځلو چې د افغان سولې په اړه د نړۍ په هر هېواد او هره سیمه کې کېږی، ملاتړ یې کوی؛ خو زیاته یې کړه، کومې هڅې چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ او یا د دوی له لوری کېږی هغه په بشپړ ډول بین الافغانی دی، چې د افغانانو په رهبرۍ تر سره کېږی.
هغه وویل، ملګری ملتونو په دغو  ناستو کې یوازې د زمینې د برابرولو او افغانانو ته د دې موقع د ورکولو رول لری، چې وکولای شی په خپل منځ کې کېنی او د راتلونکې په اړه ورسره شته ټولې اندېښنې، ستونزې او تمې له یو بل سره شریکې کړی.
د نوموړی په وینا، دا چاره د دوی له هغې دندې سره سمون لری، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوری ور سپارل شوی دی.
هغه زیاتوی، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د سولې هڅې لکه قطر پروسه او نورې هڅې د دوی د هڅو او د دوی هڅې د نورو غونډو نقض نه دی.
ښاغلی نظیف الله سالارزی وایی، ملګری ملتونه په افغانستان کې د سولې له هغو خبرو اترو ملاتړ کوی، چې د افغانانو له خوا د افغانانو په مشرۍ تر سره کېږی.
هغه زیاتوی، په دې بین الافغانی ناسته کې به هم ګډونوال افغانان وی، د افغانانو په مشرۍ به تر سره کېږی او اجنډا به یې هم افغانان ټاکی.
نوموړی وایی، چې ملګری ملتونه به دې ناستې پر ګډونوالو کومه اجنډا تحمیل نه کړی.
ښاغلی سالارزی د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه غونډه به یوازې همدا یوه غونډه تر سره شی او که به دوام وکړی، وویل، چې په دې اړه به هم بیا د غونډې ګډونوال پرېکړه وکړی.
خو د سیاسی چارو شننونکی احمدسعیدی وایی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان رول سبمولیک دی او د سولې په برخه کې د یاد دفتر ونډه فعاله نه وه.
هغه وایی، که بیا هم دغه دفتر هڅه وکړی، چې په دې برخه کې فعال و اوسی، خو دا چې امریکا حضور ولری، فکر نه کوی چې په کابل کې به د ملګرو ملتونو شته دفتر کومه چاره ترسره کړی.
نوموړی زیاتوی، چې د طالبانو په دریځ له پوهېدو وړاندې به خبره ښه نه وی، طالبان پاریس ته د دې لپاره ځی، چې خپل دریځ روښانه کړی، نه د سولې او مذاکرو لپاره.
ښاغلی سعیدی زیاتوی، طالبان هڅه کوی چې ځان په ملی او نړیواله کچه ځان د یوه سازمان او نهاد په توګه وپېژنی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.