نېکلسن: د امریکا په ستراتېژۍ کې افغانستان او سیمې ته په نوی نظر کتل شوی

گزارشگر:چهار شنبه 1 سنبله 1396 - ۳۱ اسد ۱۳۹۶

mandegar-3په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومی قوماندان جنرال جان نېکلسن په یوه بیان کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژی په اړه ویلی دی چې په دې کې افغانستان او سیمې ته په نوی نظر کتل شوی دی.
نېکلسن وایی چې زموږ افغان شریکان په دې پوهېږی چې زموږ ژمنې پیاوړې او دوامداره دی.
جنرال نېکلسن زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو حضور به له شرایطو سره سم وی او د اجباری مهالوېش له مخې به نه‎وی ترتیب شوی.
د امریکا ولسمشر د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل:
“هغه امنیتی ګواښونه چې موږ په افغانستان او ورهاخوا سیمه کې ورسره مخامخ یو، ستر دی. نن هلته شل بهرنۍ ترورېستی ډلې دی چې په افغانستان او پاکستان کې فعاله دی. دا په نړۍ کې تر بلې هرې سیمې او هر ځای ډېر تمرکز دی. بل لور ته پاکستان اکثر وخت د تشدد، ګډوډیو او ترور کوربه شوی. دا ګواښ له دې امله ډېر خطرناکه دی چې پاکستان او هند دوه اټمی دولتونه سخت روابط لری چې کېدای شی دغه ستونزه په شخړې واوړی.”
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې تر هغو به‌یې ځواکونه به افغانستان کې پاتې شی چې د ترهګرو د ګواښونو مخه په دغه هېواد کې ونیول شی.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال نېکلسن وایی، له نوې ستراتېژۍ دا څرګندېږی چې طالبان له پوځی اړخه نه‎شی بریالی کېدای او اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې جګړې په افغانستان کې راکمې شی او روغې جوړې ته لار هواره شی.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان وایی چې سوله‎ییز او باثباته افغانستان د بهرنیو ځواکونو هدف دی او د افغانانانو بریالیتوب.
بل لور ته طالبانو د افغانستان لپاره د واشنګټن د نوې ستراتېژی تر اعلان وروسته خبرداری وکړ چې جګړه به دوام وکړی.
طالبانو په یوه بیان کې چې نن‌یې خپور کړ خبرداری ورکړ، که چېرته ټول امریکایی پوځیان له افغانستانه ونه‌وځی دغه هېواد به د امریکایانو په هدیرې بدل شی.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت عکس‌العمل نه‎دی څرګند کړی، خو اسوشیټېډ پرس اژانس د پاکستانی څیړونکو په وینا خبر ورکړی دی چې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر ټرمپ سخت دریځ به په سیمه کې د روسیې، چین او ایران نفوذ زیات کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د واشنګټن د ستراتېژی د اعلان پر مهال پاکستان تورن کړ چې ترهګرو ته پناه ورکوی.
ټرمپ وایی:
“موږ پاکستان ته په میلیاردونو میلیاردونو ډالر ورکړی په ورته وخت کې دوی هغو ترورېستانو ته پناه ورکړې چې موږ جګړه ورسره کوو. دا دریځ باید بدل شی او دا به دستی تغییر وکړی.”
د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په ارتباط اسوشیټېډ پرس اژانس په اسلام‌اباد کې د امنیتی تحقیقاتو د مرکز د مشر امتیاز ګل خبرې راخیستې دی چې وایی، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې چې د افغانستان په اړه امریکا څه دریځ لری هغه لاهم روان دی.
بل لور ته لندن چې له اسلام‌اباد سره نېږدې اړیکې لری د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ هرکلی کړی دی.
د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن په یوه بیان کې وویل، د امریکا د ژمنو ډېر هرکلی کوو.
روېټرز اژانس د بریتانیا د دفاع وزیر خبرې راخیستې دی چې وایی، ما د امریکا د متحده ایالاتو له دفاع وزیر جېمز مټېس سره پرون خبرې وکړې او موافقه مو وکړه چې د ستونزو سربېره باید په افغانستان کې پاتې شو تر څو د افغانستان له ماتېدونکې ډموکراسۍ سره مرسته وکړو او هغه ګواښ راکم کړو چې ترورېستانو له دې هېواده غرب ته متوجې کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.