مشرانو جرګه: حکومت باید د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیسی

گزارشگر:دوشنبه 20 جدی 1395 - ۱۹ جدی ۱۳۹۵

mandegaar-3د افغانستان مشرانو جرګه په کونړ ولایت کې د زورواکو لخوا د ځنګلونو پر پرې کولو اندېښنه ښیی.
د دغې جرګې غړیو د یکشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د ځنګلونو په پرې کولو اندېښه وښوده او له حکومت نه وغوښتل چې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوی او خوندی ساتلو ته جدی اقدام وکړی.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار په دې اړه د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل، ځنګلونه د هېواد شتمنی ده او باید خوندی وساتل شی.
نوموړی زیاته کړه مشرانو جرګه په پام کې لری چې د ځنګلونو د وضعیت د ارزولو لپاره یو پلاوی، کونړ ولایت ته واستوی.
نوموړی زیاته کړه:
“یو افغانستان شموله پلاوی دی ورشی، وضعیت دې و ارزوی چې څنګه دی، ځنګلونه د کونړ نه بلکې د ټول هېواد شتمنی ده او ساتل یې د ټولو مسؤلیت دی او په هره بڼه چې وی، باید وساتل شی، زما مشوره داده چې نن دې پنځه سناتوران د کونړ ولایت ته لاړشی او د څېړنو وروسته دې خپل راپور د سې شنبې په ورځ د جرګې عمومی غونډې ته وړاندې کړی.”
په مشرانو جرګه کې د کونړ سناتور محمد طیب عطا وویل، هره ورځ د دغو ځنګلونو شااوخوا ۳۰۰۰ ونې د زورواکو لخوا پرې کېږی.
د ده په خبره موضوع یې څو ځلی له سیمه ییزو او مرکزی اړوندو ادارو سره شریکه کړې، خو په اړه یې اقدام نه دی شوی.
پخوا تردې هم د خوست او تخار په ولایتونو کې ځایی اوسېدونکو، په خپلو سیمو کې د ځنګلونو پر پرې کولو اندېښنې ښودلې وې.
ویل کېږی چې ځنګلونه په کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا، بادغیس، تخار او سمنګانو ولایتونو کې ولاړ دی چې ډېر ځله د ځایی اوسېدونکو او زورواکو لخوا په غېر قانونی توګه پرې کېږی.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت وایی، د ځنګلونو پرې کول او د لرګیو قاچاق یې، د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی دی.
د دې وزارت ویاند لطف الله راشد ازادی راډیو ته وویل، ډېری دغه ځنګلونه د زورواکو او وسله والو مخالفینو له خوا پرې او پاکستان ته قاچاق کېږی.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادی راډیو ته وویل، د ځنګلونو پرې کول او د لرګیو قاچاق یې منع دی او هر څوک چې دغه کار ته هڅه وکړی، قانونی چلند به ورسره وشی.
نوموړی زیاته کړه:
“د ځنګلونو وهل او بهرته یې د لرګیو قاچاق په مجموع کې ممنع دی، اړوندو پولیسو ته دنده سپارل شوې چې هېڅ چا ته اجازه ور نه کړی چې د ځنګلونو د پرې کولو اقدام وکړی، موږ څو نقلیه واسطې راګرځولی او هېڅ چا ته چې په هره سطح کې وی بیا هم اجازه نه ورکوو چې دغه کار وکړی.”
ځینو سناتورانو وویل، که حکومت د ځنګلونو ساتلو او پراختیا ته پام و کړی، له یوې خوا به د هوا د ککړتیا مخه ونیول شی او له بلې خوا به د هېواد له اقتصادی ودې سره مرسته شوې وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.