کلیو پراختیا وزارت: پراختیایی شوراګانو سره د پروژو ۹۰ تړونونه وشول

گزارشگر:چهار شنبه 8 سنبله 1396 - ۰۷ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت د څه باندې۶۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د ۹۰ پروژو د بیارغونې تړونونه له یو شمېر پراختیایی شوراګانو سره لاسلیک کړل.
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وایی، په دغو پروژو کې د اوبو لګولو د هغو۹۰ کانالونو جوړول شامل دی چې د لومړی ځل لپاره د ښاری ملی تړون د پروګرام له لارې، په درې ولایتونو کې پیلېږی.
د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد درانی د سې شنبې په ورځ د دغو پروژو د تړونونو د لاسلیک کولو پر مهال وویل، د اوبو لګولو د دغو کانالونو له بشپړېدو سره به، په لوګر، کابل او پروان ولایتونو کې، سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شی.
ده وویل، د دغو پروژو۱۰ سلنه به د خلکو او نوره به یې د حکومت او د کرنې د نړیوال پراختیایی صندق لخوا تمویلېږی.
ښاغلی درانی زیاته کړه:
“د کرنې د نړیوال پراختیایی صندوق له فنډ څخه په استفادې، موږ د پروان، لوګر او کابل ولایتونو کې چې د ده سبز، قره باغ، چهاراسیاب، برکی برک، پل علم، محمداغې، جبل السراج، او سید خېل سیمې پکې شاملې دی، ۹۰ کانالونه سروې او ډیزان کړی او شا اوخوا ۶۰۰ او ۲۶ میلیونه، ۵۳۰ زره او ۷۷۱ افغانۍ ورته په پام کې نیول شوې دی.”
ښاغلی درانی وویل، د دغو پروژو په بشپړېدو به په راتلونکو شپږو میاشتوکې، په کابل، لوګر او پروان ولایتونو کې، دوه لکه، ۵۹ زره، ۳۲۵ جریبه ځمکه خړوبه او زرګونو خلکو ته به پکې د کار زمینې برابرې شی.
د ده په خبره، په دغو پروژو یو میلیارد او ۱۶۶ میلیونه افغانۍ لګېږی چې ۹۰۰ میلیونه یې د کرنې د نړیوال پراختیایی صندق له خوا تمویلېږی.
د اقتصادی چارو پوهان انتقاد کوی چې په وروستیو کلونو کې چې د کلیو پراخیتا وزارت پراختیایی پروژې د ملی یووالی د پروګرام له لارې پلې شوی، په ښه توګه نه دی څارل شوی او نیمګړتیاوې پکې لیدل کېږی.
د دغو کارپوهانو له ډلې استاد مسعود ټینګار کوی چې د دغو پروژو د ښه پلې کولو لپاره په کارده چې ښه مدیریت شی او په ښه توګه وڅارل شی.
ښاغلی مسعود وویل:
“زما په اند، که دغه کار د اوبو او ځمکې په یوې لوېې ستراتیژۍ کې دننه تر سره شوی وای او د اوبو رسولو موضوع هم پکې شامله شوې وای، نو ښه به وه، ځکه د اوبو او برېښنا وزارت هم د اوبو پر موضوع کار کوی، ښه دا ده چې له درې واړو یو مثلث جوړ شی چې چارې ښه کنټرول شی او په کومو ځایونو کې چې کار کولی شوو، وېې کړو.”
د ښاغلی مسعود په خبره، پخوا تر دې ډېری پروژې د بېلابېلو دلایلو له امله په داسې ځایونو کې پلې شوی چې موثریت یې نه درلود.
خو د ولایتونو د پراختیایی پروژو د شوراګانو مسؤل تړون کوونکو ته ډاډ ورکوی چې د دغو پروژو په پلې کولو او ساتنه کې به لازمه همکاری وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.