«احمد شاه مسعود او ملی وفاق»/ د شهید احمد شاه مسعود د شهادت د شپاړسم تلین په مناسبت د شهید احمد شاه مسعود د بنسټ اعلامیه؛

گزارشگر:شنبه 18 سنبله 1396 - ۱۷ سنبله ۱۳۹۶

سلامونه او نیکی هیلی د ټولو هیوادوالو ته چی په افغانستان او د نړی په ګوت ګوت کی دی ته ورسیږی.
د ملی اتل شهید احمد شاه مسعود ده شپاړسم تلین او د شهید د هفتی لمناځنه په داسی حال کی د ملی وفاق په نوم اعلانوو چی یءس او ناهیلی د خلکو روان پریښانه کړی او د مذهب،ژبی،نژاد او سمت ناره یی خپره کړی ده او هیواد د څلورو خوا وو تر ګواښونو لاندی دی.
زمونږ پخوانی هیله دا ده چی وکړی شو د دی ټولو مړاوی توبونو سره سره د افغانستان شهیدانو ته په درنښت سره د ملی وفاق او یووالی جلوی په یو زړی توب او یو ژبی توب سره نمایش ته کیږدو.
زمونږ د ټولو هیوادوالو ګرم حضور چی د بیلابیلو ژبو ، مذهبونو او قشرونو لرونکی دی د یو اړخه زمونږ د خلکو د مبارزی حقانیت ډاګه کوی او د بل اړخه زمونږ په منځ کی ملی وفاق او یووالی ته پیاوړتیا وربښی لکه سرنګه چی د جهاد په دوران کی د افغانستان خلک د قومی ، ژبنی ،سمتی، قشری او سیاسی تفاوتونو سره سره ټول په یوه واحد سف کی د تیری کوونکی د سمت په وړاندی ودریږو. نن هم کولای شو چی د خپل هیواد او خلکو د چهارچوبی دښمن په وړاندی د ملی وفاق او یووالی تر بیرق لاندی ودریږو په هغه کرغیړن او تریخ دوران کی چی زمونږ په هیواد د تیرو ناهیلی ترور او تباهی سیوری خپور شوی وو او هر یو یی د ناهیلی تر پولی کش کوو.
د ملی اتل د مقاومتګرو اتلانو سره یو ځای په کلک ایمان لوړی روحیی او په ښه ارادی سره د جهاد له ممبر څخه راپورته شو او غږ یی وکړ چی ای خلکو که دیوی خونی په اندازه ځای هم پاتی شی زه به د هیواد د دښمنانو په وړاندی دریږم او د وینی تر آخری څاڅکی پوری به جنګیګم.
په نړیوالویی غږ وکړ چی نن تروریزم زمونږ ټول ستونزه ده خو سبا به ستاسو لمنه نیسی هغه چی ویلی وو همغه وشول.
هماغه تاریخی مبارزه او ملی یووالی وو چی د هیلو دریځ یی پرانیسته او د هیواد د خپلواکی د ساتلو لپاره یوه نه هیرودنکی تاریخی اتلوالی پاتی شوه د دی لاری دوام او نه هیرودونکی میراث پاتی شو د نننی نسل په ملی یادښت کی او احمد شاه مسعود په هغه عهد باندی چی د خدای ، وطن او خلکو سره یی کړی وو ولاړ پاتی شوو د خلکو د وینو د څاڅکو په بدل کی د هیواد د خپلواکی ساتونکی وګرځوی نن ورځ چی کله د ملی وفاق او یووالی په هکله خبری کوو هغه درس دی چی زمونږ خاطرو نه ډیر لری والی نه لری او پکار ده چه ځوان نسل ته سینه په سینه ولیږدول شی د ملی اتل د اخلاقو اندیشی معنوی او د ریښتینی جهاد د ګرانو له معنوی جوهر څخه په پیروی سره دا ورزی باید د شهید د هفتی د روحیی د ساتلو لپاره د معنویت ، وحدت او آرامش په فضا په درود ، دعا ، تکریم او د شهیدانو سره د روحیی پیوند په برقرارولی سره تیری کړو.
هغه ورځی دی چی قطعاً له لانجو کشمکونو او خشونت څخه لری په همغږی او هم پالنی سره خپل ملی وفاق او یووالی سره تمثیل کړو له خپلو ټولو خپلواکو ، سر لوړو او با احساسه وطنوالو څخه په درنښت هیله کوو چی د یوی هفتی په فاصله کی د شهید هفتی پیل ته پاتی ده د خپلو نیکو او سودمنو نظریاتو څخه د دی ورځی او د هفتی د لاښی لمانځنی لپاره مونږه برخمن کړی.
احمدولی مسعود
د شهید احمدشاه مسعود بنسټ عمومی رییس

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.