دفاع وزارت: امنیتی ځواکونو تهاجمی حملو د طالبانو منصوری عملیات ناکام کړل

گزارشگر:شنبه 25 سنبله 1396 - ۲۴ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3دوبی په څو ورځو کې ختمېږی، خو د افغانستان دفاع وزارت وزارت وایی چې وسله وال طالبانو د منصوری عملیاتو په ترڅ کې کوم مهم پوځی پرمختګ ونه کړ.
د افغانستان دفاع وزارت وزارت وایی چې د وقایوی عملیاتو په وسیله یې طالبان او د نورو ډلو وسله وال وځپل او هغو یې دې ته پرې نښودل چې خپل پلانونه عملی کړی.
وسله والو طالبانو سږکال د پسرلی له پیل سره سم د منصوری په نوم د عملیاتو پیل اعلان کړل او غوښتل یې چې په ټول هېواد کې د خپل نفوذ قلمرو پراخ کړی.
خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری ازادی راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه په ټول هېواد کې په تعرضی حالت کې دی.
نوموړی زیاته کړه:
«د اوړی په موسم کې د مخالفینو فشار زیات و او د دوی عملیات هم زیات وو، خو زموږ د تعرضی او تهاجمی عملیاتو او د هوایی ضربو په نتیجه کې دښمن ته ډېر تلفات اوښتی دی او د همدې پر اساس په جګړو کې اوس کموالی راغلی او فشار کم شوی دی، په ټولو ساحو کې موږ په تعرض کې یو او هرچیرته چې دښمن وینو برید پرې کوو.»
په روانه اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان پوځی چارواکو په داسې حال کې چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت چارواکی هم حاضر وو، په کابل کې د دفاع وزارت په ودانۍ کې غونډه وکړه.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتی څانګې په یوه بیان کې ویلی دی چې په دې غونډه کې درې واړو اړخونو ژمنه وکړه چې په سیمه کې به داعش ډله له منځ وړی.
بیان د غونډې د ګډونوالو په حواله زیاتوی چې داعش ډله د معلوماتو د شریکولو، ګډو هڅو او پراخو همکاریو له لارې له منځه تللی شی.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال وزیری وایی چې په دې غونډه کې نه یوازې د داعش بلکې د ټولو تروریستی ډلو پرضد د عملیاتو ژمنه وشوه:
«زموږ لپاره دوی فرق نه لری، که داعش دی، که القاعده دی او که نورې تروریستی ډلې دی، هرڅوک چې په افغانستان کې ناامنی جوړوی هغوی زموږ لپاره تروریستان دی او پرضد به یې عملیات کوو- منجمله داعش.»
ژمی په تیرو شپاړسو کلونو کې عموما د نسبی آرامۍ موسم وی او وسله وال مخالفین په پسرلی او دوبی کې خپلو حملو ته زور ورکوی.
څارونکی وایی، وسله وال طالبان په ژمی کې په پاکستان کې خپلو مرکزونو ته ځی او د بل کال د حملو لپاره ځان تیاروی خو دفاع وزارت وایی چې طالبان د روحیې له پلوه کمزوری شوی او نور نو د پخوا په څیر د لویو حملو توان نه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.