د کابل حلقوی سړک لپاره اسلامی پراختیایی بانک ۷۴ میلیون ډالره پور ورکوی

گزارشگر:یک شنبه 26 سنبله 1396 - ۲۵ سنبله ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د مالیې وزارت چارواکی وایی، د اسلامی پراختیایی بانک په پلازمینې کابل کې د حلقوی سړک د جوړولو لپاره افغانستان حکومت ته د ۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت پور ورکوی.
د مالیې وزارت د مرستو د انسجام عمومی رییس مصطفی اریا خبریالانو ته وویل، چې اسلامی پراختیایی بانک د وحدت ملی رییس محمد اشرف غنی په مشری د اقتصاد عالی شورا سره د ۷۴ میلیون ډالره مرستو تړون لاسلیک کړ.
نوموړې زیاته کړه، چې دا مرستې، چې د قرضې په ډول له اسلامی پراختیایی بانک څخه تر لاسه شوې د کابل د حلقوی سړک د جوړلو لپاره به ولګول شی.
د ښاغلی اریا په وینا، د کابل حلقوی سړک په بشپړېدو سره به د کابل ښار له لارې سوداګریز ترانزیت کم او ترافیکی خوندیتوب به زیات شی.
د مالیې وزارت د مرستو د انسجام عمومی رییس په همدې حال کې وویل، چې د کابل د حلقوی سړک په اوږدو کې به نورې عام المنفعه پروژې هم تطبیق او بشپړې شی.
هغه وویل، په دغو پروژو کې ښوونځیونه او کلینیکونه شامل دی.
نوموړې زیاته کړه، چې د کابل حلقوی سړک کابو ۹۵ کیلو مټره اوږدوالی لری او پلازمینې کابل له نورو ولایتونو سره د کابل-کندهار، کابل-لوګر، او کابل-بلخ لویه لارو له لارې په نښلولو کې به یوه مهم رول ولری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.