عبدالله عبدالله وایی هند ته د ده سفر د خبرو کولو یو مهم فرصت دی

گزارشگر:سه شنبه 4 میزان 1396 - ۰۳ میزان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغان حکومت اجرائیه رئیس هندوستان ته خپل راتلونکی سفر له هغه هېواد سره پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو کولو په هدف، یو مهم فرصت بولی.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا د غونډې تر پیل دمخه خبریالانو ته خبرې کولې ویې ویل چې دغه سفر یې تر ډېره پر سوداګریزو او اقتصادی مسایلو راڅرخی، خو په خبره یې، دی به له هندی چارواکو سره د یو شمېر لویو پروژو په اړه هم خبرې وکړی.
ښاغلی عبدالله زیاته کړه: «په دغه سفر کې زموږ ډېر تمرکز د هندوستان، افغانستان او امریکا تر منځ په سوداګریزو اړیکو دی چې د درېیو واړو هېوادونو پانګه وال برخه اخلی او تر څنګ له هندی چارواکو سره دوه اړخیزې لیدنې هم لرو.»
ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د کابینې یو شمېر غړی او شااوخوا ۲۰۰ سوداګر به هم ورسره وی، نوی دهلی ته سفر وکړی.
اجرائیه ریاست وایی، له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا له کابل سره دا مرسته کوی چې ټاکلی اهداف تر لاسه او په سم لوری قدمونه کېږدی.
دا په د اسې حال کې ده چې کابل او نوی ډهلی دوه میاشتې مخکې، د لومړی ځل لپاره د سوداګرۍ د پراختیا په هدف، هوایی دهلیز پرانېست او هغه هېواد د چهابهار له لارې هم له افغانستان سره سوداګرۍ ته لیواله دی.
هندوستان له افغانستان سره د بېلابېلو زیربنایی پروژو د جوړولو په برخه کې هم، درې میلیارده ډالر مرسته کړی چې د اجرائیه رئیس په وینا، د پراختیایی پروژو د کار د چټکتیا په اړه به هم له هندی چارواکو سره وغږېږی.
هند ته د اجرائیه رئیس سفر درې ورځنی دی او د هند د لومړی وزیر سره پر کتنې سربېره به، نوموړی د افغانستان او هند په یوه ګډ سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.